خارجه وزير شاه محمود قريشي پاکستان او ټوله نړۍ كښې مېشته پاکستانيانو ته د آزادۍ د ورځې مباركي وركړه

image

اسلام آباد 14اګست (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي د آزادې ورځې په موقع پاکستان او ټوله نړۍ كښې مېشته پاکستانيانو ته د آزادۍ د ورځې مباركي وركړې۔ د خالي په ورځ 14 اګست 2021 د پاکستان 75مي آزادۍ ورځې په موقع خپل خصوصي بيان كښې خارجه وزير ووئيل نن مونږ ټول آزادي لمانځلو سره د بابائے قوم او قيام پاکستان هلو ځلو كونكو نسلونو ته پيرزوئنې وړاندې كوو،دغه ګڼو مسلمانانو ته پيرزوئنې وړاندې كوو چا چې قيام پاکستان لپاره هجرت کړې او لوئ قربانۍ ئې وركړي۔ده ووئيل مونږ په هند كښې پاتي شوي مسلمانانو ته هم پيرزوئنې وړاندې كوو كومو سره چې نن د دويمي درجے د وګړو سلوك كيږي۔ده ووئيل په نن ورځ مونږ قائداعظم محمد علي جناح د اصولو او علامه اقبال د يو جمهوري، متحمل او پرمختګ كونكي هېواد خواب پوره كولو له د عزم پخلې كوو۔ مخدوم شاه محمود قريشي ووئيل د پاکستان تعمير او پرمختګ لپاره بشپړه هڅي كونكو د پاکستان قام د ستائني وړ دې او مونږ 90 لکهه څخه زيات بهر هېوادونو كښې مېشته وګړو هڅي ستايو۔ده ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانيانو په نورو هېوادونو كښې او ټولنو كښې د خپل همت او هنر سره مقام پيدا کړې دې او د پاکستان نامه ئې روښانه كړي۔ ده ووئيل مونږ د فلسطين په مسئله هم اصولي موقف اختيار کړې۔ مونږ د هند غير قانوني زير تسلط جمو او کشمير كښې د هند د اړخه په کشميريانو ظلمونه او د بشري حقونو خلاف ورزۍ په ټوله نړۍ كښې په ښه ډول پورته كړي۔ده ووئيل مونږ په افغانستان كښې امن او مصالحت لپاره د نړيوال اتحاد برخه يو۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی ترکیبیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں