اسلام آباد 20 اګست (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ چوهدري وئېلي دي چې بشپړه سياسي جوړې جاړې د افغان شخړې غوره حل دے٬پاكستان دې هدف ته رسېدو لپاره افغانستان او نړيوالې ټولنې سره په تماس كښې دے٬تحريك طالبان يو كالعدم ترهه ګر تنظيم دے٬دې ته بايد د افغانستان خاوره كارولو اجازه ورنه كړې شي۔د جمعې په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال وياند ووئيل پاكستان به د افغانستان په راروان حكومت زور راوړي چې هغه دا خبره باوري كړي چې د دې خاوره به د پاكستان په ضد نه كارولې كېږي۔وياند ووئيل پاكستان په دې خبره باور لري چې بشپړه سياسي جوړې جاړې د افغان شخړې غوره حل دے٬پاكستان دې هدف ته رسېدو لپاره افغانستان او نړيوال ټولنې سره په تماس كښې دے۔وياند ووئيل افغانستان كښې د امن او تفاهم حوالې سره نړيواله ورورولي او پاكستان يو ډول دريځ لري۔وياند ووئيل له بده مرغه هند افغانستان كښې د ترهه ګرو په انفراسټركچر كښې سرمايه كاري كولو سره په افغانستان كښې د سپائيلر كردار ترسره كړې دې دغسې چې دا د پاكستان په ضد وكارولې شي۔وياند ووئيل مونږ په پاكستان كښې ترهه ګرۍ كښې د هند د ككړ كېدو او دې مقصد لپاره د افغان خاورې كارولو په اړه كوټلې ثبوتونه نړۍ سره شيئر كړې دي۔افغانستان كښې د امن هڅو په حقله وياند ووئيل كابل كښې پاكستانې سفارت د غېر ملكي خبريالانو پشمول د نړيوالې ورورولۍ غړو ته ضروري خذمات رسوي۔وياند د افغان خاوره د كوم هېواد په ضد د نه كارولو او د انجونو زده كړې په اړه د طالبانو د بيان هركلي كولو سره ووئيل نړيواله ورورولي بايد د افغانستان بيا ودانۍ او امن په ځاې كېدو لپاره راوړاندې شي او افغانستان سره مرسته وكړي