صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د تركي دوه وګړو له د اعزازات وركولو خصوصي دستوره كښې ايوارډز وركړل

image

اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د تركيې دوه وګړو ډاکټر سلامي کليچ او پروفيسر ډاکټر جلال سويدان له په استنبول كښې د اعزازات وركولو خصوصي دستوره كښې ايوارډز وركړې دي۔ صدر عارف علوي ډاکټر سلامي کليچ له پاکستان لپاره په خذمات اعتراف كښې ستاره امتياز وركړي ۔ ډاکټر سلامي پاکستان كښې 2005 تباه کن زلزلې نه پس امدادي هلو ځلو كښې برخه اخستي وه۔ پاکستان كښې 2010 سيلاب نه پس ډاکټر سلامي ډيره مراد جمالي كښې يو فيلډ روغتون جوړولو كښې هم مرسته كړي وه۔ هغه په مظفر ګړھ كښې رجب طيب اردګان روغتون جوړولو كښې خذمات ترسره كړي۔ صدر د پاکستان لپاره د خذمات په اعتراف كښې پروفيسر ډاکټر جلال سويدان له ستاره قائداعظم ايوارډ وركړې۔ هغه په استنبول يونيورسټي كښې د اردو څانګي مشر دې۔ ډاکټر جلال په خپل کيريئر كښې د ترکيې ژبه كښې اردو او اردو ادب ودي لپاره په زړه پوري خذمات ترسره كړي۔ ډاکټر جلال د 20 کتابونو مصنف دې دغسې قومي او نړيوالي جريدو كښې د هغه د اردو او ترکيې ژبه كښې ديات مضامين او مقالے شائع شوي۔ ډاکټر جلال د اقباليات په څانګه كښې ښه خذمات ترسره كړي۔ ډاکټر جلال د علامه اقبال تصانيف ارمغان حجاز ، ضرب کليم ، بال جبريل ، بانګ درا او اسلام كښې مذهبي فکر احيائے نو په تركيه ژبه كښې ترجمه كړي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی دستیابی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں