اسلام آباد 19 اګست(اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چې فرائض ترسره كول ډېر مقدس كار دے۔د زيارت په ورځ په خپل ټوېټ كښې وزيراعظم يو وېډيو كلپ شريك كړې چې پكښې ليدل كېدې شي چې يو ځوان پوليس اهلكار په رېلوے سټېشن خپله وظيفه ترسره كوله او په دې وخت كښې يو مسافر د پليټ فارم سره د خوئېدو په مهال ولوېدو٬ځوان پوليس اهلكار په تندۍ سره ورمنډه كړه او ياد شوې تن يې د رېل ګاډي څخه بچ كړو۔په دې وزيراعظم ووئيل چې فرائض ترسره كول ډېر مقدس كار دے۔ده د اولس خدمت كښې د بوښت ځوان پوليس اهلكار د جذبې ستائنه وكړه۔