د آزادۍ نه پس د تعليم په يو ډول نصاب نه معرفي كولو مونږ په ځان ډېر ظلم كړے۔ د غلامۍ زنځيرونه ماتول زيات ضروري دي۔ سره د ټولو ستونزو هېواد به يو ملت جوړوؤ۔ وزيراعظم عمران خان

image

اسلام آباد۔16اګست(اے پی پی)وزیراعظم عمران خان طبقاتي تقسيم له مينځه وړلو لپاره د تعليم يو ډول نصاب اجرا كولو سره وئيلي دي د آزادۍ ترلاسه كولو نه پس د تعليم په يو ډول نصاب نه معرفي كولو مونږ په ځان ډېر ظلم كړے۔ د پخواني نصاب د لاسه ټولنه په دوو طبقو تقسيم وه۔ يو ډول نصاب سره به هېواد يو ملت جوړ كړؤ۔ 8م ٬ 9م او 10 م كښې به د سيرت النبي (ص) تعليم وركولې شي۔ اقليتونو ته بايد د هغوي د مذهب تعليم وركړے شي۔ ذهني غلامي د اصل غلامۍ نه زياته بدتره وي۔ د يو غلام ذهن كله هم نشي پرمختګ كولے ۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ګل په ورځ ګرد پاكستان كښې د تعليم يو ډول نصاب اجرا كولو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د تېرو 25 كلونو نه د تعليم يو ډول نصاب زما خوب ؤ۔ پخوا به د واكمنو كوچنيانو په هغه تعليمي ادارو كښې زده كړې ترلاسه كولې چرته چې انګلش مېډیم نظام ؤ او ټول ملازمتونه هم د دغه تعليمي نظام لپاره وو او په ټولنه كښی به دغه خلقو ته فوقيت وركولے شو۔ سول سروس كښېګډژن زلمي ډېر خوښوي او سول سروس ته د انګلش مېډيم زده كړو ترلاسه كوؤنكو نه غېر بل څوك نشو تللے۔ده وئېل لارډ مېکالے يو نيم سل كاله وړاندې د تعليم انګلش مېډیم نظام راوړے ؤ او مقصد ئې دا ؤ چې انګرېز په نيمه اوچه كښې هغه كسان غوښتل كوم چې په خلقو حكومت كولو له د دوئي مرسته وكړي نو ځكه انګرېز د تعليم طبقاتي نظام دلته وضعه كړو۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ په هېواد كښې نزدې 8 لكه كوچنيان انګلش مېډيم او 3 كروړه 25 لكه اردو ميډيم كښې زده كړې ترلاسه كوي۔ ديني مدرسو كښې د زده كوؤنكو شمېره 26 لكه ده او د زده كړو دا درې واړه نظامونه بېل سوچ او بېل كلتور لري۔ ده ووئېل د اول نه دا زما سوچ ؤ چې كه ما ته موقعه ترلاسه شوه نو هېواد كښې به د زده كړو يو ډول نظام معرفي كړم دغسې چې يو ملت جوړ كړے شي۔ وزیراعظم ووئيل په برطانيه ٬ اروپا او نورو پرمختګ كړو هېوادونو كښې هر ځاے د تعليم يو نصاب دے۔ زمونږ هېواد كښې د يو ډول نصاب اجرا دا اولنے ګام دے ځكه ستونزې خو به رامخې ته كېږي۔ هغه ووئيل سره د ټولو ستونزو مونږ به هېواد يو ملت جوړوؤ۔ وزيراعظم ووئيل د بده مرغه مونږ لوړو زده كړو له يوازې انګرېزي نه زده كوؤ بلكې د انګرېزانو ټول كلتور خپلوؤ او دا تر ټول زيات زيانمند عمل دے۔ د دې مطلب دا دے چې بيا مونږ د هغوي كلتور د خپل كلتور نه غوره ګڼو او دغسې د يو بل د كلتور غلام پاتې شوو۔ وزيراعظم ووئيل ذهني غلامي د اصل غلامۍ نه زياته بدتره وي۔ د يو غلام ذهن كله هم پرمختګ نشي كولے۔ د غلامۍ زنځيرونه ماتول ډېر ضروري دي۔ د زده كړو يو ډول نصاب سره به زمونږ زلمي په يو لوري روان شي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ پرېكړه كړی چې په 8 م ، 9 م او 10 م كښې به د سیرت النبی ﷺ تعلیم وركولے شي په كوم به چې ډېر زر كار بشپړ كړے شي۔ ده ووئيل د تعليم وفاقي وزير د 24-2023 لرې نېټه وركوي په دې بايد 5 ٬ 6 مياشتو كښې غور او عمل وكړے شي۔ د نړۍ په تاريخ كښې د حضور اكرم (ص) نه زياتې كارنامې د چا هم نشته۔ د حضور اکرم (ص) پاك ژوند د تاريخ برخه دے ځكه قرآن مونږ ته د هغه په تعليمات د عمل كولو درس راكوي۔ وزیراعظم ووئيل نړۍ نن د ګلوبل وارمنګ مسئلې سره مخ ده او د انساني حرص د لاسه نړۍ دې حالت ته رسېدلې چې دلته د انسانيت نه زيات قدر د پېسې دے۔د 60، 70 كسانو سره به دومره پېسه وي څومره چې 3 اربه خلقو سره وي۔ وزيراعظم ووئيل يوازې زده كړې كافي نه دي دې سره سره انسانيت او اخلاقيات هم ضروري دي۔ وزيراعظم ووئيل اقليتونو ته دې هم د هغوي تعليم وركړے شي۔ هغه د تعليم او پېشه ورې تربيې وفاقي وزير شفقت محمود ته د ډېرې خوارۍ او ستونزو نه وروستو د تعليم په يو ډول نصاب د اتفاق په راپېدا كولو مباركي وركړه۔ دې نه وړاندې وفاقي وزير شفقت محمود هم دستورې ته خطاب وكړو

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری لائیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں