اسلام آباد 19 اګست (اے پی پی)د پاكستان په دوره راغليو د افغانستان سياسي مشرانو په افغانستان كښې د شريك حكومت جوړولو په ضرورت زور راوړې او وئېلې يې دي چې هر هغه نظام به ناكام شي چې پكښې يوازې د يوې ډلې برخه وي۔دا خبرې د افغانستان د سياسي مشرانو پلاوي خبري كنفرسن ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔په پلاوي كښې د افغانستان د اولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني٬پخوانې خارجه وزير صلاح الدين رباني٬پخوانې نائب صدر محمد يوسف قانوني٬استاد محمد كريم خليلي٬احمد ضياﺀ مسعود٬احمد ولي مسعود٬عبدالطيف او خالد نور شامل دي۔پلاوې د پاكستاني حكومت په بلنه د پاكستان دوره وكړه۔پلاوي وزيراعظم عمران خان٬خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬د پاك پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه٬د آئي اېس آئي ډائرېكټر جنرل لېفټيننټ جنرل فيض حميد او نورو اعلٰی سياسي او پوځي مشرانو سره ملاقات وكړو۔خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې د افغانستان پخواني نائب صدر محمد يونس قانوني د افغانستان په اړه د پاكستان د مثبت كردار ستائنه وكړه۔ده ووئيل چې په افغانستان كښې امن لپاره د جامع سياسي حل ضرورت دے۔افغان مشرانو ووئيل چې چې پاكستان كښې د نوي پاكستان نظريې له مخې بدلون په نظر راځي۔د پاكستان مشرتابه افغانستان سره قوي دوه اړخيزه اړيكې غواړي۔پلاوي د مېډيا استازو ته ووئيل چې د پاكستان دورې په مهال د پاكستان مشرتابه سره په ملاقات كښې د افغانستان نوې حكومت كښې ټولو نسلي ډلو ته په نمائندګۍ وركولو خبرې شوې دي۔دوي ووئيل چې د دې مقصد په افغانستان كښې د جګړې او د وينې توئيدو مخ نيوې دے۔پلاوي د پاكستاني مشرتابه لخوا سوله ايز افغانستان لپاره په باور وركولو مننه وكړه كوم چې مستحكم پاكستان لپاره ضرور دے۔دوي ووئيل چې ټول مشران د افغانستان په اړه يو ډول خيالات لري او ګاونډي هېواد سره د اړيكو يو نوې دور پېل كول غواړي۔د افغان پلاوي غړو ووئيل چې په افغانستان كښې د كومې يو ډلې د حكومت تجربه به ناكامه شي ځكه چې په كال 1996 كښې داسې شوې دي٬كه په سباؤن كښې د كومې يوې ډلې حكومت جوړ شي نو هغه به هم ناكامۍ سره مخ شي ځكه چې په افغانستان كښې د يوشمېر نسلونو خلك اوسېږي۔دوي ووئيل چې يوه بله ترجيح د مېرمنو او ماشومانو پشمول د خلكو د حقونو سره سره د رائے د اظهار د آزادۍ او د رائے د حق حفاظت دې۔د افغانستان څخه د اشرف غني د تللو د هغه لخوا لكه څنګه وئېلې كېږي٬زياتې پيسې ځان سره د وړولو په اړه پلاوي ووئيل چې په افغانستان كښې كرپشن معمول جوړ شوے و او دا تر هغه وخت نشي ختم كېدې تر څو چې د ټولو ډلو يوجامع سياسي نظام نه وي تشكيل شوې۔د پلاوي غړو د مېډيا استازو ته ووئيل چې پاكستان او افغانستان اوږه پوله لري٬پاكستان په منطقه كښې يو مهم هېواد دے ځكه دوي خپله دوره د پاكستان نه پېل كړې۔دوي به د خپلې غوښتنې ملاتړ لپاره د نورو هېوادونو دوره هم كوي