اسلام آباد24اګست (اے پي پي)صحافتي تنظيمونو فورتھ پلر انټرنېشنل، پي اېف يو جے (پروفېشنل) او ينګ جرنلسټس اېسوسي اېشن د پاکستان ميډيا ډويلپمنټ اتھارټۍ په ضد په بېلا بېلو ټي وي چېنلز چلېدونكے اشتهار مسترد كولو سره د دې يو اړخيزه ميډيا كمپائن په ضد مسابقتي كمېشن سره د مراجعې كولو پرېكړه كړې ۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن او وزير مملكت فرخ حبيب سره د بېلا بېلو صحافتي تنظيمونو فورتھ پلر انټرنېشنل، پي اېف يو جے (پروفېشنل) او ينګ جرنلسټس اېسوسي اېشن عهدېدارو ملاقات كړے۔ د صحافتي تنظيمونو عهديدارو وئيلي دي د پاکستان ميډيا ډويلپمنټ اتھارټۍ په اړه په مختلف ټي وي چېنلز اشتهار چلېږي چې پكښې وئيلې كېږي ټولو صحافتي تنظيمونو د ميډيا ډويلپمنټ اتھارټۍ بل مسترد كړے۔ دوي واضحه كړه چې ټولو صحافتي تنظيمونو دا مجوزه بل نه دے مسترد كړے۔عهديدارانو ووئيل په ماضي كښې حکومتونه د ميډيا مالکانو څخه بلېك مېل كېدل٬ پاکستان تحريك انصاف يوازنے حكومت دے چا چې د ميډيا ورکرز د حقونو تحفظ لپاره ګام پورته كړے، د شمېر يو څو تنظيمونو ته د ميډيا مالکانو د مفادات تحفظ له اجازه نشو وركولې٬ لهذا د دې يو اړخيزه اشتهار اوميډيا كمپائن په ضد به مسابقتي کمېشن آف پاکستان سره مراجعه كوٶ۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د جديدې ميډيا لوي چېلنج جعلي بيانه د اصل بيانيې څخه جلا كول دي، موجودهټول قوانين د ډيجيټل ميډيا د انقلاب څخه وړاندې جوړ شوي، اوس موبائل فون هم ورځپاڼه٬ ټي وي او سوشل ميډيا ده۔ ده ووئيل د پاکستان ميډيا ډويلپمنټ اتھارټۍ په اړه د ميډيا مالکانو دوه اعتراضونه دشته چې سوشل ميډيا او ورځپاڼو لپاره جلا جلا اتھارټيز پكار دي٬ د ميډيا مالکان دې ضمانت وركړي چې د سوشل ميډيا نيوز به په ورځپاڼو او د ورځپاڼو نيوز به په سوشل ميډيا نه خپرېږي۔ وفاقي وزير ووئيل د پاکستان ميډيا ډويلپمنټ اتھارټۍ جوړولو لپاره مونږ د پنځو هېوادونو د قوانينلوسته كړې ، په دې اتھارټۍ كښې به د ميډيا کمپلينټس کمېشن او د ميډيا ټربيونل دوه ادارې وي،په كومو چې د حكومت كنټرول پكار نه دے٬ تقررۍ لپاره به جلا آزاد كمېشن جوړولې شي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل مونږ د ميډيا ادارو ته 70 كروړه روپۍ ادائيګي كړې خو د دې باوجود ھغوي خپلو وركرانو ته تنخاګانې نه وركوي٬ د ډيجيټل ايډورټائزنګذکر كولو سره وفاقي وزير ووئيل كله چې په كال 2018 كښې زه په وړومبي ځل د اطلاعات وزير جوړ شوم ھغه وخت ما د خزانې وزارت ته چېټۍ ليكلې وه چې ډيجيټل ايډورټائزنګ دې په ټېكس نېټ كښې راوستلے شي٬ ھغه وخت دا څلور اربه روپۍ وې او يوازې په دريو كالو كښې دا 25 اربه روپو ته رسېدلي۔ ده ووئيل نېټ فلېکس او ايمازون پاکستان څخه نزدې 250 مېليونه ډالرز وصولوي، مونږ په دې پليټ فارمز د پاکستان مواد شاملولو هڅې كوٶ۔ وفاقي وزير ووئيل موجوده حکومت په وړومبي ځل ډيجيټل ميډيا لپاره فنډز مختص كړے ، ميډيا ډويلپمنټ اتھارټي په بل به په فېك نيوز او دخبريالانو د حقونو په اړه په شقونو كومه سمجهوته ونكړو۔ ده ووئيل د پاکستان ميډيا رېګولېټري اتھارټي بل د نورو شقونو لپاره د وړاندېزونو به هركلے كوٶ