د افغانستان په مسئله د وزيراعظم عمران خان دريځ ټوله نړۍ تسليموي۔ طاهر محمود اشرفي

image

لاهور۔28 اګست(اے پی پی) مذهبي همغږۍ او منځني ختيځ لپاره د وزيراعظم ځانګړي استازي حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي د افغانستان په مسئله د وزيراعظم عمران خان دريځ ټوله نړۍ تسليموي۔ د پاكستان د مضبوطې خارجه پالېسۍ له امله ټول عرب اسلامي هېوادونه ٬ امريكا او برطانيه زمونږ دريځ تسليم كړے دے۔ د پاكستان مخالفين هم د افغانستان په مسئله د پاكستان د دريځ تائيد كولو سره همكاري غواړي۔ هيله لرؤ چې طالبانو تر دې دمه كوم اعلانونه كړې دي په هغې به عمل كېږي او نړۍ هم بايد طالبانو ته د كار كولو موقعه وركړي۔ په لاهور کښې علماﺀ كرامو ٬ مشائخو او د ابلاغ ذريعو سره خبرو كښې حافظ محمد طاهر محمود اشرفي ووئيل په افغانستان کښې یو باثباته ، قوي حکومت د سیمې سولې او سباؤن لپاره ضروري دے ٬ تاسو طالبانو ته مشوره وركولې شۍ ٬ هغوي ته حكم نه۔ نړۍ باید وګوري چې هند په افغانستان کښې د ناستې كولو د لارې د پاکستان او سیمې امن په ضد کوم سازشونه كړي دي۔ افغانستان كښې امن او استحكام له منځه وړولو له هندوستان نړيوال ترهګر تحريكونو سره په ګډه سازش كولے شي۔ هغه ووئيل په روانه وضعه غور كولو له د ستمبر په اولنۍ نېټه اسلام آباد كښې علماﺀ كونسل علماﺀ او مشائخ كنونشن رابللے دے

مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں