اسلام آباد24اګست (اے پي پي)صدر ډاکټرعارف علوي د انټليکچوئل کميونيکېشن هائي ويز د بهترۍ په حاجت زور رواړولو سره وئيلي دي د هېواد معيشت په كوټلي پرمختګ كښې ډيجيټل مالياتي نظام جوړولو او د ډيجيټل ټرانسفارمېشن په عمل كښې سپېځلتيا ته كليدي حېثيت ترلاسه دے،کلاوډکمپوټنګ، بلاك چين،نېټ ورکنګ، اومصنوعي ذهانتته بايد مونږ پاملرنه وكړو٬ غواړم چې زمونږ ځوانان وېنچرکېپټل، آئيډياز بېنك اوانټرپرينيوشپ د لارې د هېواد خدمت وكړي او د هېواد په پرمختګ كښې خپل كردار ولوبوي۔ صدر دا خبرې د نهې په ورځ په جدت او کاروبار تابيا شوي نړيوال كنفرنس ته خپله ورچوئل وېنا كښې وكړې۔ صدر ووئيل څلورم صنعتي انقلاب د آئي ټي اوکميونيکېشن انقلاب دے، کنزيومرګډز څخهد انټليکچوئل ګډز شمېرېپه زياتېدو د فور او فائيو جي په صورت د رابطه كارۍ يوه لاره خلاصه ده، دا ځالانده موقعه ده۔صدر ووئيل انساني ذهنونه يو شان وي خو د انفارمېشن په انساني ذهن آغيز كېږي، كه د پاكستان زلمي د تعليم په مهال اختراع اوانټرپرينورشپ كښې د دې معلوماتو استعمال وكړي نو د دوي ذهن هم د پرمختللېو هېوادونو د ځوانانو برابر وي٬صدر ووئيل پاکستان نه يوازې تعليم عام كوي بلكې د هر كس او وګړيد لوستې سره هنر ته هم پام لرنه كوي٬ دې سره سره حكومت د لوړو زده كړو لپاره ځوانانو كښې د علم او هنر زياتوالي لپاره هم ګامونه پورته كوي۔ صدر ووئيل اېف پي سي سي آئي او نورو د تجارانو او كاروباري تنظيمونو او اېسوسي اېشن له هم د دې خبرې جاج اخستل پكار دي ٬ دا مهال د نړۍ په 500 اولنو كمپنو كښې ھغه كمپنۍ اعلٰې مقام ترلاسه كوي كومې چې د انساني ذهن او ذهانت سره په تعلقلرونكو چارو كار كوي۔ ده ووئيل د جاپان وزيراعظم ما ته وئيلي وٶ چې يو لك تربيه شوو كسانو ته روزګار وركولو له چمتو يو ٬ دغسې المان هم وئيلي وٶ۔ صدر دا خواهش څرګند كړو چې كوم ځوانان مونږ تياروٶ ھغوي د ماضي د ډاكټر او انجينئرز غوندې د هېواد نه بهر لاړ نشي ٬ زه خواهش لرم چې دا ځوانان د وېنچرکېپټل، آئيډياز بينك او د انټرپرينيوشپ د لارې د هېواد خدمت وكړي او د هېواد په پرمختګ كښې خپل كردار ولوبوي۔صدر د كنفرنس د تابيا كولو هركلے وكړو او وئ وئيل دې سره به د ځوانانو رامخې ته كولو لهډاډګيرنه تر لاسه شي۔ دغسې صدر د غربت خاتمې او د مېرټ په بنياد د وسائلو د ويش په حاجت هم زور رواړو