په انساني بنيادونو به د افغان اولس مرسته كول وي٬ وزير مملكت فرخ حبيب

image
APP18-080721 ISLAMABAD: July 09 - Minister of State for Information and Broadcasting Farrukh Habib addressing to participants during closing ceremony of 2nd National Youth Council. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد۔19دسمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزيرم مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې پاكستان ټول عمري د افغان اولس مرسته كوؤنكو هېوادونو په فهرست كښې تر ټولو لومړې پاتې شوې دې او د 40 لکه افغان كډواله كوربتوب ئې كړې دې ، دافغان اولس به په انساني بنيادونو مرسته كول وي۔ په وفاقي پلازمينه كښې د اسلامي مرستې تنظيم غېر معمولي غونډې په موقعه ميډيا سره خبرو كښې هغه ووئيل 41 كاله پسې د او آئي سي مهمه غونډه په پاكستان كښې كیږي۔ هغه ووئيل د دې نه به دا پېغام نړۍ ته لاړ شي چې پاكستان به تلپاتي او مستحكم افغانستان لپاره خپلې هڅې روانې ساتي۔ وزير مملكت ووئيل د افغانستان د ودانۍ زياتره برخه دا مهال لوږې او بې وزلۍ سره مخ ده او په دې اړه رپورټس هم موجود دي۔ هغه ووئيل ننې غونډه ډېره زياته مهمه ده۔ وزیر مملکت فرخ حبیب ووئيل د امريكا دننه څخه هم د افغانستان په اړه آوازونه پورته كېږي۔ هغه ووئيل مونږ افغان اولس بې آسرې پرېښودلې نه شؤ او په انساني بنيادونو به د افغان اولس مرسته كول وي۔

مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں