په افغانستان كښې د مېرمنو او ماشومانو پشمول عام اولس ستونزو سره مخ دے، نړيوالې ادارې دې د افغان اولس مرسته وكړي۔ د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان السعود د او آئي سي غونډې ته وېنا

image
APP11-191221 ISLAMABAD: December 19 – Saudi Foreign Minister Prince Faisal Bin Farhan Al-Saud addresses at the 17th Extraordinary Session of OIC Council of Foreign Ministers at Parliament House. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) د افغانستان په وضعه د او آئي سي د خارجه كونسل د 17مې غونډې پرانستې سېشن ته خپلې وېنا كښې د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان السعود وئيلي دي چې د او آئي سي غونډې تابيا او په بهترين انتظاماتو پاكستان له مباركي وركوم، پاکستان په دومره لږ وخت كښې غونډه كول ممكن كړې ده په دې د پاكستان مننه كوٶ، په غونډه كښې په ګډون كولو د او آئي سي د عمومي سېكتر او نورو غړٶ مننه كوم۔ د اتوار په ورځ د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل غونډې ته خپلې وېنا كښې سعودي وزير خارجه ووئيل په افغانستان كښې د مېرمنو او ماشومانو پشمول عام اولس ستونزو سره مخ دے، افغانستان كښې معاشي صوررتحال ډېر خراب دے٬ نړيوالې ادارې دې د افغان اولس مرسته وكړي۔ ده ووئيل افغانستان كښې معاشي صوررتحال ډېر خراب دے، د افغانستان اولس زمونږ مرستې ته سترګې په لارې دي٬ سعودي عرب د افغانستان په مسئلو پوهېږي۔ ده ووئيل د افغانستان معاملې ته به په انساني بنيادونو كتنه كول وي٬ مونږ په افغانستان كښې د امن خواهش لرو، افغانستان كښې مالي بحران شديد شوے دے۔ ده اپيل وكړو چې نړيوالې ادارې دې د افغان اولس مرسته وكړي

مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال
متعلقہ مضامین
مزید خبریں