ملګري ملتونه 26 دسمبر(اے پي پي) د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ د ډس انفارمېشن په ضد د پاكستان قرارداد په اتفاق سره منظور كړے په كوم كښې چې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د هر ډول ډس انفارمېشن مخ نيوي لپاره د اجتماعي غبرګون غوښتنه شوې ده. د قرارداد سرخط د بشري حقونو او بشري ازادې ودې او تحفظ لپاره د غلط معلوماتو مخ نيوے دے. د دې تجويز د 193 كسيزه جنرل اسمبلۍ د سماجي، انساني او كلتور ستونزو په اړه دريمې كمېټې وركړے و. په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازي منير اكرم د عمومي اسمبلۍ لخوا په اتفاق سره د قرارداد په منظورې خوشحالي څرګنده كړې او وئيلي ئې دي چې قرارداد زمونږ د ډلې د هڅو نتيجه ده.