پېښور 20دسمبر(اے پی پی)د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئېلي دي چې د وزيراعظم عمران خان نظريه ده چې ټاكنې بايد سپيځلې وي ٬مونږ هم دې نظريې سره مخ په وړاندې ځو٬ دا ځل بلدياتي ټاكنې د تېر وخت په مقابله كښې په مجموعي توګه په ښه چاپېريال كښې وشوې۔په پېښور كښې مېډيا سره خبرو كښې د خبريالانو د پوښتنو په ځواب كښې ده ووئيل چې د پي ټي آئي غړي د پارټۍ اصل اثاثه ده او هغه به وړاندې راوستلې شي٬په دې لړ كښې يوه كمېټي جوړه كړې شوې چې د بلدياتي ټاكنو په اړه د ټولو معاملاتو جاج واخلي او خپل رپورټ مرتب كړي د كوم په بنياد به چې راتلونكو ټاكنو لپاره تګلاره وضعه كولې شي۔ شبلي فراز ووئيل دا ځل بلدياتي ټاكنې د تېر وخت په مقابله كښې په مجموعي توګه ښه ماحول كښې وشوې او كوم زيات اړې ګړې رامخې ته نه شو۔ ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان نظريه دا ده چې ټاكنې بايد سپېځلې وكړې شي او دې نظريې سره مخ په وړاندې روان يؤ۔