نړۍ به د افغانستان يوازې پرېښودلو غلطي بيا چرې ونه كړي، نړيواله ورورولي دې د افغانستان د كمزوري اولس مرسته وكړي۔ د وزيراعظم عمران خان د سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان السعود سره خبرې

image

اسلام آباد 19دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په افغانستان كښې د انساني صورتحال په اړه د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) خارجه وزيرانو كونسل غيرمعمولي غوندې په رابللو د سعودي عرب اقدام ستائلو سره هيله څرګنده كړې چې نړۍ به افغانستان چرې هم د يوازې پرېښودلو غلطي ونه كړي۔ ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې د افغانستان د كمزوري اولس مرسته وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان السعود سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو اترو كښې وكړه۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جارې شوي بيان له مخې وزيراعظم عمران خان خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز السعود او ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ افغانانو ستونزو ختمولو په اړه وزيراعظم ووئيل پاكستان د افغانانو په انساني بنيادونو مرستې لپاره د پاكستان څخه كار كونكو تنظيمونو له آسانۍ وركوي۔ افغانستان اولس ښېګړې لپاره د پاكستان د عزم پخلې كولو سره ده ووئيل پاكستان په انساني بنيادونو سمدستي ريليف لپاره 5 اربه روپۍ مرسته كړې۔ پاكستان او سعودي عرب ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو په اړه وزيراعظم ووئيل د دواړه هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې په ملګرتيا ، تاريخي رابطو او لاندې كچه مرسته اډانه دي۔ اكتوبر 2021 كښې د سعودي عرب خپلې دورې حواله وركولو سره وزيراعظم د دورې په مهال په شوې پريكړو عملدرآمد رامخې ته كړو او بيلو څانګو كښې شريكو اړيكو لا مستحكمولو له ئې د مرستې نوې موقعو لټولو په حاجت زور راوړو۔ د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل د غيرمعمولي غوندې په كوربتوب كولو وزيراعظم عمران خان مننه كولو سره د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان السعود هيله څرګنده كړه چې دا غونډه به د افغانانو په انساني بنيادونو مرستې لپاره د نړيوالې ورورولۍ متحرك كولو ذريعه وګرځي۔ ده ووئيل سعودي عرب د پاكستان سره اړيكو لا قوي كولو خوښې لري، سعودي عرب جمو او كشمير په اړه د او آئي سي رابطه ګروپ غړے هم دې او د كشمير كاز بشپړه ملاتړ كوي۔

مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II
متعلقہ مضامین
مزید خبریں