په پاكستان كښې د آئي ټي په څانګه ګښې انقلاب راوستو لپاره ښې موقعې موجود دي كومو څه چې ځوان كل له استفادې لپاره راوړاندې كېدل پكار دي٬راتلونكے وخت د جديد ټېكنالوجي او د آئي ټي دے۔ د وزيراعظم عمران خان د ټېكنا پولس پرانستې دستورې ته وېنا

image

لاهور 23 دسمبر(اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي په پاكستان كښې د آئي ټي په څانګه ګښې انقلاب راوستو لپاره ښې موقعې موجود دي كومو څه چې ځوان كل ته استفادې لپاره راوړاندې كېدل پكار دي٬راتلونكے وخت د جديد ټېكنالوجۍ او د آئي ټي دے۔هغه د زيارت په ورځ ډيفنس سره نزدې اسپېشل ټېكنالوجي زون لاهور كښې د ټېكنا پولس پرانستې دستورې ته وېنا كوله۔په دې موقع د پنجاب وزيراعلٰی سردار عثمان بزدار٬د پنجاب د لوړو زده ګړو وزير راجه ياسر همايون او نور هم موجود وو۔وزيراعظم عمران خان ووئيل د ټېك كمپنو ټرن آور د يو زر اربه ډالرو دے كله چې د كورونا په دور كښې نورو كمپنو ته زيان ورسېدو نو د ټېك كمپنو ګټه سو چنده زياته شوه ځكه چې اوس د نړۍ رجحان دې پلو زياتېږي۔ ده ووئېل د افسوس خبره دا ده چې مونږ په دې څانګه كښې وروستو پاتي يو۔ده ووئيل پاكستان هغه يوازنے هېواد دے چرته چې صورتحال سازګار دے٬مونږ ځوانان لرو٬زمونږ د 22 كروړه په آبادۍ كښې 60 فيصده ځوانان دي د كومو عمرونه چې د 30 كلونو نه كم دي او د دې د لارې د آئي ټي په څانګه ګښې ډېر پرمختګ كېدے شي٬ ده ووئېل زمونږ ګاونډي هېواد هند زمونږ نه پنځلس شل كاله وړاندې آئي ټي ته راغلے خو نن يې برآمدات 150 ارب ډالرو ته رسېدلي او زمونږ د دوه اربه ډالرو برآمدات شوي۔د دې مطلب دا دے چې بايد مونږ اوس په پوره ډول دې ته پام لرنه وكړو۔ ده ووئېل د آئي ټي پاركس او ټېكناپولس جوړولو مقصد هم دا دے چې د آئي ټي څانګې سره تعلق لرونكو خلكو ته مراعات او آسانې وركړې شي۔خنډونه ختم كړې شي او په كاروبار كښې آسانيو له اقدامات وكړے شي۔وزيراعظم ووئيل مونږ چې څومره مراعات وركړو دې سره به د ځوانانو د ملازمت مسئلې حل شي۔مېرمنو لپاره لويه موقع ده چې د آئي ټي څخه استفاده وكړي او خپل كور وچلوي۔ده ووئيل دوهمه مسئله د برآمدات ده ٬ له بده مرغه مونږ كله هم برآمدات زياتولو ته پام نه دے كړے۔كله چې په كال 1960 كښې پاكستان مخ په وراندې روان ؤ نو كه د نړۍ او د آسيا په مقابل كښې زمونږ په برآمدات نظر واچولے شي نو كوم هېوادونه چې زمونږ نه وروستو وو هغه كوم ځاے ته رسېدلي او مونږ چرته ولاړ يو۔ده ووئيل چين 70 كروړه خلك د غربت نه خلاص كړي٬دوي خپل برآمدات زيات كړي او په دې وجه هغه د نړۍ لويې طاقت جوړ شوے۔وزيراعظم ووئيل مونږ هڅه كوو چې په ټولو څانګو كښې زمونږ برآمدات زيات شي۔ده ووئيل لوي څښتن مونږ ته 12 موسمونه راكړي ٬ په دې كښې مونږ هر څه كرلې شو۔په بهرنيو هېوادونو د انحصار كولو په ځاې مونږ تېل او خوراك پخپله هم پېدا كولے شو۔د دې څخه وړاندې وزيراعظم عمران خان په لاهور كښې د سپېشل ټېكنالوجي زون او د ټېكنا پولس پرانسته وكړه۔په دې موقع د پنجاب وزيراعلٰی سردار عثمان بزدار٬صوبائي وزيران٬د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړي او كاركنان په لويه شمېره موجود وو

مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں