اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي) د پاکستان لخوا د بشري مرستې په توګه د 1800 مېټرك ټنه غنمو وړومبے كهېپ په ننګرهار ولايت كښې د نېشنل ډيزاسټر مېنجمنټ اتهارټۍ افغان وزير ملا عباس اخوند ته سپارلے شوے۔ د طورخم بارډر دورې په مهال د وزيراعظم خاص مرستيال اربابِ شهزاد ميډيا ته ووئيل د وزيراعظم عمران خان په خاص امر د خېرسګالۍ جذبې تر مخه افغانستان لپاره د 50 زره مېټرك ټنه غنمو كښې 1800 ټنه غنم افغانستان ته لېږلې شووې ۔ د افغان اولس ستونزو كمي لپاره د پاكستان حكومت لخوا د خاص پېكج له مخئ به د 5 اربه روپو مرسته كولې شي چې پكښې به غنم ٬ داروګان٬ كمبلې او نور د خوراك سامان شامل وي۔ ارباب شهزاد ووئيل پاکستان عمر له په سخت وخت كښې د افغان اولس هر ډول ممكنه مرسته كړې او دا سلسله به بيا هم روانه وي ٬ ده ووئېل كه نړيوالې ورورولۍ او نورو هېوادونو د افغان اولس مرسته ونه كړه نو په افغانستان كښې د وضعې خرابېدو اندېښنه ده او انساني الميه رامخې ته كېدې شي۔ ده ووئيل پاکستان تل په افغانستان كښې د امن خوښي لرلې او د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل په كنفرنس كښې افغانستان لپاره د مرستې اعلان افغان اولس لپاره د پاکستان د عزم څرګندونه ده۔ ارباب شهزاد ووئيل د افغانستان اولس ٬ رنځورانو او د زده كوٶنكو پشمول سوداګرو لپاره په ويزه پاليسۍ كښې نرمي شوې ، دوي ته به نور ريليف هم وركوٶ۔ په دې موقع د مرستې په ترلاسه كېدو افغان وزير ملا عباس اخوند او نورو افغان چارواكو د پاكستان حكومت مننه وكړه