فنانس ضمني بل څخه په اولس د بوجه خبرې بې بنسټه دي٬ د ګرانۍ زياتېدو ډنډورې كېږي ٬ حكومت داسې يو اقدام نه دے كړے چې ورسره په غرېب اولس بوجه پرېوځي۔ د خزانې وفاقي وزير شوکت ترين وزير مملکت فرخ حبيب سره خبري كنفرنس

image

اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير شوکت ترين وئيلي دي فنانس ضمني بل څخه په اولس د بوجه خبرې بې بنسټه دي٬ د ګرانۍ زياتېدو ډنډورې كېږي٬ حكومت داسې يو اقدام نه دے كړے چې ورسره په غرېب اولس بوجه پرېوځي، نوے ټېكس نه لګوٶ بلكې په بل كښې د 343 اربه روپو د ټېكس په كمي د نظرثانۍ تجويز دے، عامو وګړو لپاره يوازې په دوه اربه روپو د ټېكس په كمي نظر ثاني تجويز شوي ، د درآمدي څيزونو په نړيواله ماركيټ كښې ګرانېدو سره د پاكستان پشمول يو شمېر هېوادونو ځپلې شوي، غواړو چې د هېواد ادارې قوي او خپلواكه كړې شي۔ د دې خيالاتو څړګندونه ده د زيارت په ورځ د اطلاعات او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب سره خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ د خزانې وزير ووئيل ٬ زرعي داروګان او په ټرېكټرز سېلز ټېكس نه لګي، بل كښې د 343 اربه روپو په ټېكس كمي لپاره نظر ثاني تجويز كړې شوې چې مطلب ئې كوم نوے ټېكس نه دے٬ په 70 اربه روپو ټېكس كمي كښې لګژري آئټم شامل وو او عام اولس له يوازې د دوه اربه روپو په ټېكس كمي نظرثاني روانه ده۔ ده ووئيل موجوده حكومت د تيرو دوو كالو په مهال سټېټ بېنك څخه قرض نه دے اخستے ، د سټېټ بېنك آف پاكستان اتهارټي به بورډ آف ګورنرز سره وي۔ ده ووئيل د ګرانۍ چپه ګرده نړۍ كښې راغلې ، امريکا، برتانيه او اروپائي هېوادونه هم د ګرانۍ نړيوالې چپې څخه سخت ځپلې شوي ، په درآمدي څيزونو نړيوال ماركيټ كښې بيعه زياتېدو سره د پاكستان پشمول يو شمېر هېوادونه ځپلې شوي۔ په دې موقع د اطلاعات دوهم وزير فرخ حبيب ووئيل فنانس بل اكانومي ته دستاوېزي شكل وركولو لپاره وړاندې كړے شوے٬ دا څه نوې خبره نه ده چې اپوزيشن پرې دومره واوېلا كوي او په ډنډورو اولس ګمراه كوي۔ ده ووئيل پاکستان پيپلز پارټي 9 ځل آئي اېم اېف سره مراجعه كړې او مسلم ليګ (ن) هم څلور ځله آئي اېم اېف پروګرام اخستے بلكې پاکستان پيپلز پارټۍ د 9 اربه ډالرو تر ټولو لوي پروګرام آئي اېم اېف څخه اخستے دے ، مونږ هم پوهېږو چې ھغوي پخپلو دورونو كښې كوم د پيو او شهاتو نهرونه بخښولي، ده ووئېل د 20 اربه ډالرو د روانو حسابونو زيان ٶ او د پنځلسو ورځو د زرمبادله پانګې موجود وې، كه دوي څه كړي وو نو نن به دا صورتحال نه ٶ۔ ده ووئيل اپوزېشن خو به مونږ له مشورې راكولې چې حكومت په دومره تاخير آئي اېم اېف سره مراجعه ولې كړې۔ وزير مملکت ووئيل اسحاق ډار د معيشت بېړا غرقه كړې او د قرض بېرته وركولو لپاره حكومت سره پېسې نه وې۔ ده ووئيل نن اپوزيشن له پكار وٶ چې په دليل ئې خبره كړې وه خو دوي په ايوان كښې د بدتميزۍ حد وكړو او په دليل ئې خبره ونه كړه ٬ ده ووئېل بلاول زرداري او شهباز شريف د غونډې نه غائب ٶ۔ وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل حكومت هڅه كړې چه په اولس د كم نه كم بوجه پرېوځي

مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2
متعلقہ مضامین
مزید خبریں