پېنډې 20 دسمبر(اے پي پي) سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره افغانستان لپاره د امريكې ځانګړي استازي تهامس وېسټ په جي اېچ كيو كښې ملاقات وكړو.د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو، د افغانستان د امنيت په اوسني صورتحال او د دوه اړخيزه مرستې په موقعو خبرې وكړې شوې. د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې﴿آئي اېس پي آر﴾ له مخې سرلښكر ووئيل چې نړۍ او منطقه د يو غېر مستحكم افغانستان نه شي متحمل كېدې، د يو زياتېدونكي بحران مخ نيوي لپاره د نړيوال اتحاد ضرورت دے. سرلښكر د اسلامي مرستې تنظيم د خارجه وزيرانو كونسل په 17مه غېر معمولي غونډه كښې په ګډون كولو د معزز مېلمه مننه وكړه. د امريكې ځانګړي استازي په افغان صورتحال كښې د پاكستان كردار او د پاك افغان پولې موثر انتظام لپاره هڅې وستائيلې او پاكستان سره ئې په هره كچه د سفارتي اړيكو لا ښه كولو لپاره د خپل كردار ترسره كولو د عزم څرګندونه وكړه. ده د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل په 17مه غېر معمولي غونډه كولو د پاكستان هڅې وستائيلې.