اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د سيالکوټ څخه تعلق لرونكې يوې كاروباري مېرمنې اپيل منظورولو سره نجي بېنك ته امر كړے چې د درخواست كونكې نزدې 3.73 مېليونه روپو لوكل ټېكسز اېنډ لېويز ډرا بېك وركړه باوري كړئ او په دې لړ كښې بېنكنګ محتسب كښې په دو مياشتو كښې دننه د عملدرآمد رپورټ جمع كړئ۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي تفصيل له مخې په سيالکوټ كښې د پېزار برآمد كونكي صنعت مالكې شبنم آصف په جنوري، جون او ستمبر كال 2018 كښې د كال 18-2017 لپاره 18 لكه روپۍ په لوكل ټيکسز اينډ ليويز ډرا بېك كېسز كښې د مجاز ډيلر يعني يونائيټډ بېنك لميټډ په اېس آئي اي برانچ سيالکوټ كښې جمع كړې وې كومې چې بېنك ټرېډ افيسر وصول كړي ۔ درخواست كونكې ته باقاعده د فالو اپ باوجود يو بي اېل يا د سټېټ بنېك لخوا د د زېر التواء كېسونو په اړه كله هم د كوم كمي يا بې غورۍ كولو نه دي وئېلې شوي ٬ دغسې هغه د 7 كېسونو فائلونو په اړه خبر كړه شوې خو دې ته كوم تفصيلات نه وو وركړے شوي او ورته بيا د فائلونو جمع كولو مشوره وركړې شوه وه خو سټېټ بېنك د تاخير په بنياد د كاغذات قبولو نه انكار كړے ؤ ۔ درخواست كونكې د خپل ريفنډ ټولې روپغ يعنې 1.86 مېلين او د دغې په نتيجه كښې د 1.86 مېليونه روپو د انكريمنټ ادائيګۍ لپاره بېنك سره رابطه كړې وه كومې چې په مجموعي توګه 3.73 مېليونه روپۍ جوړېږي خو بې نتيجې٬ د دې نه پس د شكايت ازالې لپاره هغې بېنكنګ محتسب ته رجوع كړې وه ٬ محتسب دا حكم جاري كړے چې بېنك دا معامله اړوندو چارواكو سره پورته كړې ځكه په دې لړ كښې په لا كاروائۍ غور نشي كېدے او دا كېس بند كړے شوے۔ درخواست كوٶكې انصاف لپاره صدر مملکت ته اپيل كړے ؤ او صدر ډاکټر عارف علوي د رېکارډ جاج اخستو نه پس د شكايت كونكې اپېل په دې بنياد قبول كړے چې دې كلېمز جمع كولو لپاره په مناسب طريقه كار عمل كړے ٶ او بېنك په وخت د فائلونو تر لاسه كولو اعتراف هم كړے چې پكښې ځينې وروستو د بېنك په قبضه كښې بې دركه شوي٬دا منلې شوې چې د بېنك لخوا بې غوري شوې د شكايت كونكې ادعا تاخيري ګڼلې شوي ۔ د بېنك چيټۍ د 16 مې جولائي كال 2020 د لارې منلې شوې چې صارف لوکل ټيکسز اينډ ليويز ډرا بېك کيسز د ټريډ پروسيسنګ سنټر (ټي پي سي) د لارې سټېټ بېنك ته منتقل كولو لپاره جمع كړي ۔ صدر په دې خبره د ناراضګۍ څرګندونه وكره چې بنېك د كال 2018 راهسې د دې حل كولو په خله باور وركوي خو دوي تر اوسه تحريري ګام نه پورته كوي يقي چې دا معامله به كله حل كېږي٬ دغسې صدر مملکت امر كړے چې دا خبره تر ډېره حده واضح شوې چې شكايت كونكې ته د بېنك د نااهلۍ او بې غورۍ له امله زيان رسېدلے كوم چې د بدانتظامۍ مترادف دے، دې لپاره بېنك دې شكايت كونكې ته په سمدستي توګه مجموعي رقم سره د معاوضې ادا كړي او په 60 ورځو كښې دې محتسب ته د پرېكړې د عملدرآمد رپورټ وړاندې كړي