اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د اسلام آباد٬تهران او استنبول د مال وړونكي رېل ګاډي پروژه زمونږ په منطقه كښې د روابطو زياتولو د سوچ څرګندونه ده٬پروژه به منطقې لپاره په معاشي توګه ګيم چينجر ثابت شي۔ده دا خبرې د نهې په ورځ د اسلام آباد٬تهران او استنبول د مال وړونكي رېل ګاډي پرانستې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔د بهرنيو چارو وفاقي وزير شاه محمود قرېشي په دستوره كښې د خاص مېلمه په توګه ګډون كولو۔خارجه وزير د دې اقدام ستائنه كولو سره د رېلوے وفاقي وزير او د هغه ډلې له مباركي وركړه او وې وئېل دا په حقيقت كښې د درېو وروڼو هېوادونو پاكستان٬ايران او تركيې لپاره يوه تاريخي او مهمه موقع ده۔د رېل لنك د لارې بالاخره د خپلو سيمو بېرته تړلو مقصد ترسره كېږي٬ ده ووئېل نن زمونږ اجتماعي هڅې ګټورې ګرځېدلې ځكه چې مونږ د رېل رابطې د لارې د خپل تجارت زياتولو نوے دور پېل كوو۔ده ووئيل د اسلام آباد٬تهران او استنبول د مال وړونكي رېل ګاډي پروژه زمونږ په منطقه كښې د روابطو زياتولو د سوچ څرګندونه ده۔د رېلوے وفاقي وزير اعظم خان سواتي٬د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد او نورو هم دستورې ته وېنا وكړه