پاکستان په مارچ كښې د او آئي سي غونډې كوربتوب له عزم لري۔ د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي دستورې ته وېنا

image

ملتان 23 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي د او آئي سي د كاميابې غونډې په تابيا ګرده نړۍ كښې د پاكستان ستائنه كېږي٬ پاكستان راتلونكې كال د مارچ په مياشت كښې د او آئي سي د 48مې غونډې د كوربتوب عزم لري٬ په تېر حكومت كښې د خارجه وزير تقرر نه كولو سره پاكستان په سفارتي كچه د تنها كولو هڅه شوې او نن پاكستان د خپلې موثره سفارت كارۍ له امله د ګرده نړۍ مركز جوړ شوے، د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د هېواد عزت زياتول غوارو او د پرمختګ په لاره هېواد اچول غواړٶ۔ وفاقي وزير د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ ملتان كښې د پي ټي آئي لارښود ملك طارق بھټه دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل پاكستان د پېل څخه دا خواهش لري چې په منطقه كښې امن٬ سوكالي او په افغانستان كښې ترقي وي ځكه چې په افغانستان كښې خوشحالي وي نو په منطقه كښې به امن وي۔ ده ووئيل په موجوده حالاتو كښې مهمه مسئله د افغانستان 38 مېليونه خلق د لوږې او غربت نه ساتل دي ٬ پاكستان په حقله وړومبے شوے او د افغانستان مسئله نړۍ ته څرګندولو له هڅې كوي ۔ ده ووئيل رب العزت د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې يوه تاريخي سفارتي كاميابي راكړې او زه په دې تاريخي كاميابي قام له مباركي وركوم۔ په دې موقع وفاقي وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د پي ټي آئي مشرانو او نورو دوستانو سره د او آئي سي په پاكستان كښبې په كاميابه غونډه كېك پرې كړو۔ د دې نه وړاندې وفاقي وزير په ملتان كښې په يوه دستوره كښې د كلين اېنډ ګرېن پاكستان كمپائن په لړ كښې يو بوټے هم نال كړو

مضمون کا ماخذ : resultados loteria São Paulo
متعلقہ مضامین
مزید خبریں