د او آئي سي كاميابه غونډه پاكستاني اولس لپاره د وياړ خبره ده۔ 40 كاله پس پاکستان ته دا درناوې ترلاسه شو٬ ټوله اسلامي نړۍ دلته راغلې ۔ د ډاکټر شهباز ګل خبري كنفرنس ته وېنا

image
APP01-201221 LAHORE: December 20 - Special Assistant to the Prime Minister on Political Communication Dr. Shahbaz Gill talking to media. APP

لاهور 20 دسمبر (اے پي پي) سياسي چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل وئيلي دي چې د او آئي سي كاميابه غونډه ټول پاكستاني اولس لپاره د وياړ خبره ده۔ 40 كاله پس پاکستان ته دا درناوې ترلاسه شوې ٬ ټوله اسلامي نړۍ پاكستان ته راغلې٬ د تېرو څو كلونو راهيسې سموګ ماحول ته زيان رسولې ٬ د وزيراعظم عمران خان راتللو سره ماحولياتي نظام مخ په ښه كېدو دې ٬ نړۍ پاكستان ته انوائرمنېټل چيمپئن وائي ٬ افغانستان مونږ سره تړلې ورور هېواد دې كوم چې مونږ كله هم يوازې پرېښودلې نه شؤ ٬ ددغې ځائې حالاتو لپاره پاكستان تر ټولو وړاندې غږ پورته كړې۔ د ګل په ورځ ګورنر هاؤس كښې خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې ډاكټر شهباز ګل ووئيل په او آئی سی كښې مهمې پرېكړی وكړې شوې ٬ او آئي سي د افغانان د ځانله نه پرېښودلو پرېكړه كړې ده۔ ډاكټر شهباز ګل ووئيل د الجزيره مركه ډېره وړاندې اخستې شوې ده خو هغوي دغه خپلې مرضۍ سره چلولې ده۔ هغه ووئيل ټولې اسلامي نړۍ د عمران خان د غږ ملګرتيا وكړه۔ هغه ووئيل مريم اورنګزېب پرون څه خبرې وكړې ٬ هغې د عمران خان د خرڅونو خبرې كولې ٬ كله چې يو تن انكار وكړي نو بيا خو خپله خبره بېرته اخستل پكار وي ٬ تور ثابت كړه يا معافي وغواړه۔ هغه ووئيل ستاسو د ملازمينو په اكاؤنټ كښې دومره پېسې چا جمع كړې٬ د عدالتي احكاماتو په ضد خپل شوګر ملز مو سوئيلي پنجاب ته يوړل ٬ څلوره سوه كروړه د ملازمينو په اكاونټ كښې چا كېښودلې ٬ ميډيا چېنلز د بره نه پېسې اخلي خو وركرانو ته نه وركوي ٬ نه ده معلومه چې شريفې كورنۍ ته په دومره كمو پېسو ملازمين چرته څخه ترلاسه كېږي۔ هغه ووئيل د عمران خان تسمې تاسو ته ښكاري او هند نه راتلونكې كپړې تاسو ته نه ښكاري۔ شهباز ګل ووئيل دوئي د اے ټي اېم خبرې كوي تاسو ليكلو سره دا منلي چې قطري ستاسو اے ټي اېم دي ٬ د لندن اپارټمنټ هغوي تاسو ته خېراتي دركړې دي ٬ قطريانو ته مو كومې آسانۍ وركړې دي چې هغوي تاستو ته اپارټمنټس دركړل۔ هغه ووئيل تاسو د اربونو روپو سركاري دورې كړې دي او عمران خان د 16 كروړه روپو دورې كړې دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل تر دې دمه د كے پي كے نه ټولې نتيجې ترلاسه شوې دنه دي ځكه په دې خبره كولې نه شم۔ د لوكل حكومت ټاكنې مختلفې وي ٬ دغلته كانديدان ځائي وي ٬ په ځينې ځايونو كښې د پي ټي آئي خپل كسان خپلو كښې وران شوي دي٬ د تشدد عنصر د افسوس وړ دې٬ په وفاقي وزير شبلي فراز بريد شوې دا هم د افسوس خبره ده ، د اے اېن پی كانديد ووژلې شو دا هم ناسمه خبره ده٬ بايد رويو كښې شدت نه وي٬ په ډي آئي خان كښې تحريك انصاف 83 فيصده كاميابي ترلاسه كړې۔ هغه ووئيل چا ته معلومه نه ده چې هندوستان د پاكستان په دښمنۍ كښې د هر يو ښه كار نه لرې كېږي ٬ كه هغه دافغانستان چارو په اړه څه ښه كولې نه شي نو بيا بايد خاموشه پاتې شي۔ هغه ووئيل پاكستان چې چرته هم ظلم كېږي د هغې په ضد اودرېږي ٬ زمونږ نه وړاندې واكمن به كشمير ته تللو سره هندوانو سره ملاقات كولو حريت لارښودو سره نه ۔ هغه ووئيل عمران خان هر ځائې د كشمير او فلسطين خبره كړې ده۔ پرونۍ غونډه كښې هم هغه خبره كړې ده۔ هغه ووئيل هيله داچې د انسانيت په توګه اسلامي نړۍ به زمونږ ملګرتيا وكړي۔ د بلاول بھټو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې شهباز ګل ووئيل بلاول زرداری ته دا مشوره ده چې سياست كوم وېډيو ګېم نه دے ٬ تر ټولو وړاندې دې ګراؤنډ ریالټی وګوري ٬ هغه ووئيل د سندھ حالت ته دې اول پام وكړي۔ هغه ووئيل چوهدری وروڼو د ملاقات كوم بيان نه دې وركړې٬ نواز شريف خو ټولو ته بلنه وركوي چرته چې خبره جوړه شي نو ټھيك ده ګني نه

مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں