اسلام آباد۔29دسمبر(اے پی پی) د وزيراعظم د پارليماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان وئيلي دي د كشمير مسئله په نړيواله كچه رامخې ته كولو له په ګرده نړۍ كښې دستورې ٬ لاريونونه او سيمينارونه كولې شي په كومو كښې چې په مظلوم كشميري وګړو روان هندي ظلمونه او د بشري حقونو په ضد روانې خلاف ورزۍ په ډاګه كولې شي۔ د شورؤ په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سېنېټر نزهت صادق د پوښتنې په ځواب كښې پارليماني صلاحكار ووئيل چې د پاكستان حكومت د هداياتو لمخې په ګرده نړۍ كښې په پاكستاني مشنز كښې پرېس سېكشنز هر كال 5 فروري كشمير سره د يو والي څرګندونې او 27 اكتوبر د تورې ورځې په توګه لمانځلو له د ځائي كميونټيز په مرسته په مهمو ځايونو كښې د دستورو كولو او لاريونونو ويستلو اهتمام كوي۔ دغسې هر كال 5 اګست د استحصال ورځې په توګه لمانځلې شي۔ په دغه ورځ د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړي كشمير كښې هندي ظلمونه او د بشري حقونو په ضد سنګينې خلاف ورزۍ په ډاګه كولې شي۔ هغه ووئيل د مضمونونو ٬ كالمونو ٬ عكسي نندارتونونو ٬ سيمينارونو ٬ مركو او پېنل مباحثو دلارې هم هندي ظلمونه نړۍ ته وړاندې كولې شي