اسلام آباد 23 دسمبر(اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د خزانې پارليماني سېكرټري مخدوم زاده زين حسېن قرشي٬كنول شوذب او د هاؤسنګ اينډ وركس پارليمان سېكرټري تاشفين صفدر چوهدري له د ينګ پارليمنټيرينز فورم په ټاكنو كښې په كاميابۍ مباركي وركړې۔خارجه وزير د زيارت په ورځ په خپل بيان كښې ووئيل پاكستان تحريك انصاف د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د ځوانانو د خېرښېګړې په منشور عمل كوي۔هيله ده چې دا ينګ پارليمنټيرينز فورم به د پارليمان ځوانانو غړو تربيې لپاره مهم فورم ثابت شي۔د يادونې وړ ده د ينګ پارليمنټرينز فورم په ټاكنو كښې د مخدوم زاده زين حسېن قرشي پينل په لوي اكثريت سره كاميابي ترلاسه كړې۔