د پاكستان پخوانې صدر رفيق تارړ د اوږدې ناروغې نه پس په حق ورسېدو

image

لاهور 07 مارچ (اے پي پي) د پاكستان پخوانې صدر رفيق تارړ د اودې مودې نه پس د 92 كلونو په عمر كښې په حق رسېدلے. د پخواني صدر د كورنيو ذريعو له مخې د ارواښاد د جنازې د لمونځ اعلان به وروستو كولې شي. د مسلم ليګ ن لارښود عطا تارړ هم په سوشل مېډيا د پاكستان د پخواني صدر د وفات تصديق كړے او وئيلي دي چې زما نيكه رفيق تارړ په حق رسېدلے دے. رفيق تارړ د كال 1998م د جنورې په وړومبې نېټه د پاكستان د نهم صدر سوګند پورته كړے و ، هغه د كال 2001م د جون تر 20مه نېټه د پاكستان صدر پاتے شوے.

مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں