د عدم اعتماد تحريك وړاندې كول د اپوزېشن آئيني حق دے٬مونږ به په آئيني٬قانوني او سياسي انداز د هغوي مقابله كوو او هغوي ته به انشاﺀ الله ماتې وركوو ۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي

image

اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د عدم اعتماد تحريك وړاندې كول د اپوزېشن آئيني حق دے٬مونږ به په آئيني٬قانوني او سياسي انداز د هغوي مقابله كوو او هغوي ته به انشاﺀ الله ماتې وركوو ٬وزيراعظم په فشار كښې نشي راوستې كېدې۔د نهې په ورځ د عدم اعتماد د تحريك په اړه په مهم بيان كښې خارجه وزير ووئيل عمران خان يو ټاكلے شوے وزيراعظم دے چاته چې د پاكستان اولس په كال 2018 كښې لويې مېنډېټ وركړے ٬دوي څوك دي چې د عمران خان څخه استعفٰی غواړي۔ده ووئيل وزيراعظم سره مې لږ وخت وړاندې خبرې وشوې په بشپړه توكه به مقابله كوو۔شاه محمود قرېشي ووئيل دا سياست دے هغوي به خپلې هڅې كوي مونږ به دفاع كوو٬(ق)ليګ٬اېم كيو اېم او بلوچستان عوامي پارټي به د هغوي ملګرتيا ولې كوي؟د دې څه منطق نه ښكاري ۔ ده ووئېل اپوزېشن د خپلې بقا جنګ كوي٬د اپوزېشن د دې ګامونو په شا چې كوم محركات دي په دې اړه مې وزيراعظم خبر كړو۔د اپوزېشن تحريك په اړه زه ځينې معلومات لرم٬د دې معلوماتو په اړه به قام ډېر زر خبر كړو

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں