اسلام آباد 30 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي آيا قائد اعظم وئيلي وٶ چې د توشه خانه او د خانه كعبه عكس لرونكې ګهړۍ خرڅه كړئ ؟ آيا قائداعظم دا وئيلي وٶ چې سرلښكر له په بنده كوټه كښې د تاحيات پراختيا بلنه وركړئ٬ عمران خان دې د خپلو “حرکتونو” د قائداعظم اعليٰ فرامين سره د مطابقت هڅه نه كوي، د وفاقي حکومت تخت اپوټه كونكے د خپلو صوبائي حكومتونو ختمولو په اعلان بېرته ستون شو٬ د حقيقي آزادۍ په نامه د لګولې ډرامې ډراپ سين ټول قام وليدو ، عمران خان خپل اقتدار بچ كولو لپاره سپيکر، دوهم سپيکر او ګورنرز په آئين شكنۍ مجبور كړي، وفاقي کابينې د قائداعظم يونيورسټۍ او بهاره كهو بائي پاس په تنازعه د كمېټۍ سفارشات، واشنګټن كښې د پاکستان سفارت د دوو ودانيو نيلامۍ پشمول د نورو نكاتو منظوري وركړه۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډې نه پس ميډيا ته د بريفنګ په مهال وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل د وزيراعظم په مشرۍ كښې د غونډې په پېل كښې وزيراعظم د اعظم نذير تارړ د قانون وزير په توګه د خدمات ستائنه كړې۔ د وفاقي کابينې غړي د اعظم نذير تارړ كور ته هم تللي او ھغه ئې د وزيراعظم لخوا د استعفيٰ نه منظورولو نه خبر كړے، اعظم نذير تارړ د وزيراعظم په امر بيا د وزارت قلمندان سنبهال كړے او وفاقي كابينې په غونډه كښې ئې ګډون هم كړے۔ دې ووئېل وفاقي کابينې په كوئټه كښې د ځان مرګي بريد غنده كولو سره شهيدانو او د ژوبل شوو لپاره دعا كړې۔ پاکستان كښې چې په كوم ډول د پوليو د رنځ خاتمه شوې ھغه د ستائنې وړ ده، وفاقي کابينې د پوليو خاتمې په قامي اېجنډا عمل كولو لپاره د ټولو شراكتدارو د خدمات ستائنه هم كړې۔ دې ووئيل د خوراك وزارت لخوا په هېواد كښې د غنمو صورتحال پحقله وفاقي كابينې ته بريفنګ وركړے شوے۔ غونډې ته ووئيل شول د هېواد ضرورت ترسره كولو لپاره غنم په وافر مقدار موجود دي ، د تېر كال او د سږ كال كه موازنه وكړې شي نو د غنمو ډېره ذخيره موجود ده، سږ كال د غنمو مجموعي ضرورت 30.79 مېليون ميټرك ټن دے او شته ذخيره دوه فيصده زياته ده۔ دې ووئيل په هېواد كښې د سېلاب باوجود د موثره لائحې له امله ذخيره ډېره موجود ده او داسې انتظامات شوي چې په هېواد كښې كوم ډول غذائي قلت به نه وي۔ وفاقي کابينې د خوراك وزير او د ھغه د ډلې د خدمات ستائنه هم كړې۔ دې ووئيل په واشنګټن كښې د پاکستاني سفارت د دوو ودانيو په معامله بحث شوے٬ كابينې ته ووئيل شول په كال 2010 كښې د وخت وزيراعظم په امر د دواړو دوانيو رنګ روغن منظوري وركړې شوې وه، تر اوسه د يوې ودانۍ د رنګ روغن 60 فيصده كار بشپړ شوے او د يوې ودانۍ كار ترسره شوے ، په كال 2018 كښې د دې ودانۍ سفارتي سټېټس ختم كړے شوے ٶ٬ اوس دا يو نجي زمكه ده ٬ په دې ټېكس رجيم هم كم شوے، د كال 2019 نه تر اوسه اته لكه 19 زره ډالره ټېكس ادا كړے شوے ٬ مونږ وداني نه استعمالوٶ خو ټېكس وركوٶ٬ په دريو مياشتو كښې به يو لك ټېكس نور زيات شي٬ په كال 2020 كښې د وزيرانو يو كمېټي جوړه شوې وه، كمېټۍ په وركنګ كولو 45 لكه ډالره بيعه لګولې وه٬ د امريكې د ټېكس څانګې دا وئيلي دي اوس به ئې نه خرڅوې او نه به ئې استعمالوۍ اوس به د دې نيلامي كول وي٬دې ووئېل تر اوسه دې ودانيو څخه د 13 لكه ډالرو وصولو وئيلي شوي٬ وئيلي شوي چې كه پاكستان دا نيلام نه كړي نو د امريكې حكومت به دا ودانۍ نيلام كړي٬ اوس د 68 مېليونه بولي راغلې٬ د بډنګ عمل كوم چې پاك او سپېځلے روان دے او د خارجه وزارت په سمرۍ وفاقي كابينې د بډنګز د سپېځلې عمل د لارې د خرڅولو منظوري وركړې ۔ وفاقي وزېرې ووئيل د قائداعظم پوهنتون او بهاركهو بائي پاس شخړه روانه ده، ډاکټر عزيز الرحمان او د نورو پټيشن هم ٶ ٬ په دې د عدالت ابتدائي حكم هم راغلے ٬ چې پكښې رياست ته وئيلي شوي چې ھغوي د ثالثۍ كردار ولوبوي، دغس ېعدالت سردار اياز صادق، زما نه علاوه قمر الزمان کائرہ او د داخله سېكرټري پشمول يوه كمېټي جوړه كړې وه چې پكښې د شراكتدارو نمائندګان هم شامل دي، د دې كمېټۍ دوه غونډې شوي٬ چې پكښې دواړه ډلې او پټيشنز اورېدلې شوي٬ ځينې مطالبې هم رامخې ته شوي٬ د حکومت دا ترجيح وه چې په سپېځلې ډول حتمي نتيجي ته ورسوو ٬ په دې لړ كښئ يو وركنګ پېپر جوړ شوے٬ د ھغې د سفارشات كابينه منظوري وركړې ٬ د اطلاعات وزيرې ووئېل په سفارشات كښې وئيلي شوي چې باركهو بائي پاس لپاره به د قائداعظم پوهنتون لاره اغستلې شي نو پوهنتون ته دې تر بائي پاس نېغ په نېغه رسنه وركړې شي٬ دا د پوهنتون لويه مطالبه وه٬ د سي ډي اے به ذمه واري وه چې پوهنتون ته لېنډ ليز كوم چې 33 كاله پس پراخه كول دي ٬ د ھغې انتظامات وكړي، د قائداعظم يونيورسټۍ د ليز بقاياجات معامله دې حل كړې شي او پوهنتون ته دې سهولت وركړے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزيري ووئيل د فيفا ورلډ كپ په معامله پي ټي وي سپورټ سره ډېر غټ لاس شوے، په دې معامله تحقيقات بشپړ شوي٬ اوس هم مونږ هڅه كوٶ چې ادارې ته د باقي مېچونو رائټس وركړے شي، د پي ټي وي اېم ډي او سپورټس ډله په دې كار كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب مريم اورنګزېب ووئيل د عمران خان په مشرۍ كښې په لسبېله كښې د چورلكې پېښې نه وروستو يو كمپائن پېل شوے ، ناوړه ذهنيت او د كمپائن نه پس هغوي څخه نوره څه توقع كېدې شي، عمران خان د قائداعظم فرمان د لارې نوي آرمي چيف ته مباركي وركولو كښې ووئيل د رياست او اولس ترمېنځه چې د اعتماد كوم كمے دے ھغه به سموٶ، ايا د اعتماد دا كمے دے چې سرلښكر ته په بند كوټه كښې د تاحيات پراختيا افر وكړے شي ٬ د پاكستان پوځ افسرانو او شهيدانو په ضد كمپائن وچولئ ٬ سرلښكر ته سياسي مداخلت لپاره باقاعده بلنه وركړۍ٬ سپيكر٬ دوهم سپيكر او د د ګورنرز د لارې آئين شكني وكړئ او مقصد ئې خپل اقتدار بچ كول وي٬ دې پوښتنه وكړه آيا قائداعظم دا وئيلي وٶ چې د توشه خانه نه د خانه كعبه د عكس لرونكې ګهړۍ خرڅه كړئ؟ عمران خان دې د خپلو “حرکتونو” د قائداعظم اعليٰ فرامين سره د مطابقت هڅه نه كوي۔ دې ووئيل عمران خان له به د توشه خانه او فارن فنډنګ پشمول د ټولو بدعنوانيو حساب وركول وي، د عمران خان ذهن جمهوري نه دے، ھغه ناكام ،کرپټ او نااهل دے،عمران خان په هېواد كښې عدم استحكام او تقسيم غواړي