د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د متحده عرب امارات قومي ورځې په موقعه پېغام

image

اسلام آباد۔2 دسمبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د متحده عرب امارات قومي ورځې په موقعه د متحده عرب امارات مشرتابه او اولس ته د پاكستاني پارليماني ٬ حكومت او اولس لخوا د زړه د كومي نه مباركي وركړې ده۔ د سېنېټ چئيرمېن ووئيل د متحده عرب امارات سياسي مشرتابه چې د پرمختګ او سوكالۍ كوم پړاؤنه ترسره كړې دي د ستائنې وړ دي۔ پاكستان د متحده عرب امارات اولس په خوشحالو كښې برابر شريك دے۔ ده ووئيل د منطقې پرمختګ ٬ معاشي سوكالي او د امن وده زمونږ ګډ ويژن دے۔ ده ووئيل د پاكستان او عرب اماراتو ترمينځه د ورورولۍ اړيكې په ګڼ اړخيزه همكارۍ اډانه دي۔ د ورورولۍ او باور تړون د ګډ مذهب او كلتوري رابطو له امله لا مستحكم شوے دے۔ ده ووئيل مونږ له به د ورورولۍ دا اړيكې لا مضبوطولو له د پلاويو په كچه په تبادلو كښې تندي كولو او تجارتي هلې ځلې زياتولو پلو پام كول وي۔ ده ووئيل د متحده عرب امارات او پاكستان نوې كاميابو لپاره لاس په دعا يؤ۔ ” تل دې وي د پاکستان۔ متحدہ عرب امارات ملګرتيا “۔ د سېنېټ دوهم چيئرمېن مرزا محمد آفريدي د متحده عرب امارات د قومي ورځې په موقعه د مباركۍ پېغام كښې ووئيل د پاكستان او متحده عرب امارات اړيكې په مضبوط تاريخي ٬ كلتوري ٬ مذهبي او اقتصادي بنيادونو اډانه دي۔ ده ووئيل مونږ هيله لرؤ چې د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې به هرې تېرېدونكې ورځې سره لا مضبوطې شي۔

مضمون کا ماخذ : تعداد بہت زیادہ ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں