د سېلاب له امله د ځپليو سيمو آبادۍ ته حكومت پام لرنه كوي۔وفاقي وزير آغا حسن بلوچ د پلاوي سره خبرې

image

اسلام آباد 05 دسمبر(اے پی پی)د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير آغا حسن بلوچ سره د بلوچستان څخه راغلې پلاوي رشيد كاكړ په مشرۍ كښې ملاقات كړې او د سېلاب ځپليو سيمو صورتحال او بيا آبادكارۍ په پړاؤ خبرې اترې وكړې۔د سائنس او ټېكنالوجۍ وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير حسن بلوچ ووئيل چې د سېلاب له امله د ځپليو سيمو آبادولو ته حكومت خاص پام لرنه كوي او بي اېن پي شپه او ورځ د ځپليو په مرسته كښې هڅې كوي۔وفاقي وزير ووئيل چې په دې وروستيو كښې په بلوجستان كښې د يخښنۍ شدت زيات شوې دې او تر روانې مياشت آخر به د يخښنۍ شدت ټوله صوبه كښې خپره شي دغسې د وفاقي حكومت سره سره صوبائي حكومت٬نړيوالې مرستې ادارو او شتمندو ته د رېليف وركولو په عمل كښې لا تندي راوستل پكار دي۔ده ووئيل چې په نصير آباد٬قلعه سېف الله او جعفر آباد كښې رېليف آپرېشن دې لا تند كړی شي ټول وسائل دې د ځپليو سيمو كښې وكارولې شي۔وفاقي وزير آغا حسن بلوج پلاوي له باور وركولو سره ووئيل چې بي اېن پي به د ځپليو مرسته٬بيا آبادكارۍ او محفوظ مستقبل لپاره د ټولو رياستي او نړيوالو ادارو پام دې پلو راګرځولو اقدامات كوي۔

مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں