اسلام آباد 31 دسمبر (اے پي پي) وفاقي وزير مياں جاويد لطيف وئيلي دي چې عمران خان خپل څلور كلني دور كښې اولس لپاره كوم مثبت اقدام کولو كښې ناکامه شوې،وفاقي وزير د يو نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې ووئيل عمران خان په خپل دور كښې اولس لپاره كوم موثر اقدام نه دې كړې بلکه په دې مهال هغه د اولس په بې لارې كولو كښې بوښت ؤ۔ده ادعا وكړه چې عمران خان هېواد ديواليه كولو ته رسولې ؤ دغسې اتحادي حکومت د هېواد معاشي سمت سمولو له هلي ځلي كړي۔ده ووئيل د عمران خان حکومت د څلورو كلونو په مهال كومه يوه پرمختيائي پروژه نه ده پيل كړي دغسې هېواد د ټولو لويو پروژو کريډټ پي ايم ايل ته ترلاسه دې۔هېواد كښې د ټولټاكنو په اړه د عمران خان د غوښتني په ځواب ده ووئيل دا تاثر غلط دې چې پي ايم ايل او اتحادي ګوندونه د ټاكنو څخه تښتي۔ده ووئيل دا مهال هېواد د وخت څخه وړاندې ټاكنو كولو پوزيشن كښې نه دې۔