په ټول هېواد كښې د سېلاب ځپليو بحالي زما مشن دې٬د موسمي بدلون ښكار وګړي به په خپلو پښو ودرولې شي۔بلاول بهټو زرداري

image
APP67-030123 LARKANA: January 03 - Chairman Pakistan People's Party and Foreign Minister Bilawal Bhutto Zardari talking with media persons during his visit the flood affected area of Sita Village near Dadu. APP/NAS/IQJ/TZD/FHA

دادو/اسلام آباد 03 جنوري (اے پي پي)د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن او خارجه وزير بلاول بهټو زرداري وئېلي دي چې په ټول هېواد كښې د سېلاب ځپليو بحالي زما مشن دې٬د موسمي بدلون ښكار وګړي به په خپلو پښو ودرولې شي٬خپل وګړي به لاوارث نه پرې ږدو٬د دادو ضلعې سېلاب ځپليو سيمو دورې نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې خارجه وزير بلاول بهټو زرداري ووئيل په 9 جنوري كېدونكې نړيوال كلايمېټ رزيلينس كنفرنس كښې به د وفاقي او صوبائي حكومتونو د سېلاب ځپليو د بحالۍ منصوبې نړۍ ته وړاندې كوو۔ده ووئيل زما د سېلاب ځپلې سيمې د اوسنۍ دورې مقصد دا دې دا پیغام وركول غواړم چې سېلاب ځپلې اوس هم ستونزو سره مخ دي او داسې نه چې پاتې نړۍ سېلاب ځپلې هېر كړي۔ده ووئيل په هېواد كښې دا يو تاريخي سېلاب وو د كوم په اړه چې د ملګرو ملتونو نه تر شرم الشېخ كښې شويو غونډو كښې ټولې نړۍ وئېلي چې د پاكستان په دريو كښې يوه برخه د سېلاب له امله زياته ځپلې شوې۔ده ووئيل د سندھ او بلوچستان په ځينې سيمو كښې اوس هم اوبه شته يوازې په سندھ كښې 50 فيصده تعليمي ادارې تباه شوي دي٬ده ووئيل وسائل كم دي٬د سېلاب بحالۍ مشن كښې وخت ته اړتيا ده۔ده ووئيل مونږ له يوازې سندھ نه بلكې خېبرپښتونخوا٬بلوچستان٬پنجاب او ګلګت بلتستان كښې به هم د بحالۍ كار باوري كول وي۔

مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں