عمران خان څلور حكومتونو سره ناست دې او وائي چې زه بې بسه يم٬دا يو تن دې كوم چې د 22 كروړه اولس مجرم دې٬چا چې معاشي تباهي كړی٬په هېواد كښې د ګرانۍ او بې روزګارۍ مجرم هم دغه تن دے۔مريم اورنګزېب

image

اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي چې عمران خان څلور حكومتونو سره ناست دې او وائي چې زه بې بسه يم٬دا يو تن دې كوم چې د 22 كروړه اولس مجرم دې٬چا چې معاشي تباهي كړی٬په هېواد كښې د ګرانۍ او بې روزګارۍ مجرم هم دغه تن دے٬هم دغه كس هېواد د لويې قرض سره مخ كړې٬هېواد كښې د اخلاقياتو جنازه يې ويستلې٬ځوانان يې بې روزګاره كړي٬د ګاز او برېښنا بيعې هم زياتې شوي٬عمران خان له به د پاكستان 22 كروړه اولس له ځواب وركول وي۔د زيارت په ورځ د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان په خطاب د ردعمل څرګندونې سره وفاقي وزيرې ووئيل عمران خان نن بيا هغه دروغ او بې بنسټه خبرو كولو سره په ټي وي راغلې٬دغه كس د دوه بېرغونو په خوا كښې كېښناستلو سره دروغ وائي او بيا بيا يوه خبره كوي كومه چې هېڅ معنی نه لري۔دې ووئيل نن اولس هم عمران خان په ټي وي ليدلو سره حېران شوې ځكه چې دغه تن د جمعې په ورځ د اسمبلۍ ماتولو لوظ كړی و او اوس بيا نن د جمعې ورځ ده۔اولس هيله لرله چې عمران خان به د اسمبلو ماتولو سره په ټي وي راشي خو هغه په ټي وي راتللو سره د خپلې بې بسۍ اعلان وكړو۔دې ووئيل عمران خان هغه تن دې څوك چې څلور كاله په هېواد مسلط وو٬د وزيراعظم په كرسۍ ناست وو او څلور كاله پس دا وائي چې زه بې بسه ووم۔دې ووئيل عمران خان بيا بيا يوه خبره كوي چې يو تن و هغه زما حكومت ختم كړو٬د حكومت بدلولو خبره اوس د امريكې څخه په يو بل تن راغلې ده۔ده به وړاندې وئېل چې امريكې زما حكومت ختم كړې او نن وائي چې يو تن وو چا چې زما حكومت ختم كړې۔زما د وژلو منصوبه جوړه شوې وه٬وفاقي وزيرې ووئيل هغه بلكل سم وائي ځكه چې هم دغه يو تن دې چا نامه چې عمران خان دې او چا چې د هېواد معيشت تباه كړی۔اولس يې غريبۍ سره مخ كړی٬د كشمير سودا يې كړې او هېواد يې د لويې قرض سره مخ كړې۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں