د اوسني تر ټولو بد سېلاب وروسته د بيا رغونې او بحالۍ عمل كښې پاكستان سره د مرستې عزم لرؤ٬ نړيوال بانك

image

اسلام آباد۔11جنوری (اے پی پی) نړیوال بانک ویلي چې پاكستان سره له اوسني تر ټولو بد سېلاب وروسته د بحالۍ او بیارغونې په برخه کښې د مرستې كولو عزم لرؤ۔ دا خبره سوئيلي آسيا لپاره د نړيوال بانك نائب صدر مارټن ريزر په خپل ټويټس كښې كړې ده۔ ده وئيلي چې د بیارغونې او بحالۍ عمل لپاره نړيوالو بانك 2 اربه ډالره د مرستې په مد كښې پاكستان ته وركوي كوم چې د بيا رغونې او بحالۍ مجموعي حاجت 12 فيصده جوړېږي۔ ده په جنېوا كښې د ملګرو ملتونو او پاكستاني حكومت په ګډه كوربتوب كښې د شوې كلائمېټ ريزيليئنټ پاكستان كنفرنس ستائنه كولو سره ووئيل دغه كنفرنس ګټور ثابت شوے دې ٬ مونږ خپلو همكارانو سره د لكھونو په شمېر پاكستاني وګړو د حاجتونو ترسره كولو او بحالۍ له په بېلو تګلارو خبرې كړې دي۔ كوم چې تر ټولو بد سېلاب څخه څو مياشتې وروستو هم ستونزو سره مخ دي۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں