د انټرنیټ تعلیم د كلي والو ميرمنو خودانحصارۍ پلو مهم اقدام دے ۔ د بی آئی اېس پی چئیرپرسن شازیه مري

image

اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) د بی آئی اېس پی چئیرپرسن شازیه مري وئيلي دي د انټرنیټ تعلیم د كلي والو ميرمنو خودانحصارۍ پلو مهم اقدام دے۔ اسلام آباد كښې دستوري ته و ينا كښې شازیه مري ووئيل د پاكستان ميرمني د ټولي نړۍ ميرمنو څخه زياتي بهادري او حوصله لرونكې دي۔ مونږ له به د ميرمنو سره سره سړو له هم د ميرمنو د احترام كولو تربیه وركول وي۔ د علم او خبرتيا سره د پاكستان ميرمني د هېواد پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ دې ووئېل ګوګل په پاكستان كښې ډیجیټل ایجوكیشن كښې مهم كردار ترسره كوي او ګوګل پاكستان كښې ډیجیټل پرمختګ له نور كردار هم ترسره كولې شي۔ دې ووئېل مور او پلار دې ماشومانو له په خاص توګه ښه تربیه وركړي۔ ماشومانو ته د ډیجیټل او موبائل فون د محتاط استعمال تربیه وركول هم د مور او پلار ذمه واري ده۔دې ووئېل د بی آئی اېس پی ميرمنو له د بینك اكاؤنټ د لارې د روپو وركړه پيل شوې

مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں