د كورونا وائرس 50 نوې كېسونه رپورټ شول ٬ اېن آئي اېچ

image

اسلام آباد۔9مارچ(اے پی پی) د صحت قامي ادارې (اېن آئي اېچ) وئيلي دي د تېرو 24 ساعتو په مهال په ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس نور 50 كېسونه رامخې ته شوي په كومو كښې چې د 10 رنځورانو حالت اندېښمن ښودلے شوے۔ د زيارت په ورځ د اېن آئي اېچ لخوا د جاري شوو شمېرو له مخې په ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 5 زره 157 ټېسټونه وكړے شول په كومو كښې چې د 50 كسانو ټېسټونه مثبت راغلي چې ورسره د مثبت ټېسټونو شرح 0.97 فیصد پاتې شوه۔ په دې مهال د كورونا د لاسه يو رنځور په حق رسېدلے او د 9 نورو حالت اندېښمن ښودلے شوے۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال د ګرد هېواد په بېلو ښارونو كښې د كورونا ټېسټونو مثبت شرح په اسلام آباد كښې 381 ټېسټونو كښې د 10 ټېسټونو په مثبت راتللو 2.62 فیصد ٬ لاهور كښې په 980 ټېسټونو كښې د 17 په مثبت راتللو 1.73 فیصد ٬ ګوجرانواله كښې په 92 ټېسټونو كښې د يو ټېسټ په مثبت راتللو 1.09 او ملتان كښې په 170 ټېسټونو كښې د 2 ټېسټونو په مثبت راتللو 1.18 فیصده پاتې شوې ده

مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado
متعلقہ مضامین
مزید خبریں