سکھر۔ 21 مارچ (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي ارزان او فوري انصاف رسولو له به ټولو ادارو له په ګډه كار كول وي٬ انصاف كول لويه نېكي ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په سكھر كښې د وفاقي محتسب انشورنس ريجنل آفس سكھر پرانستې دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ صدر مملكت ووئيل د خلقو مسئلو حل كولو له دې ادارې د ستائنې وړ كار كړے۔ په ګرده نړۍ كښې انصاف رسول ګړندي كولو او د مسئلو فوري حل له ګامونه پورته كولې شي۔ په دې ورستو كلونو كښې په پاكستان كښې هم د وفاقي محتسبينو د لارې د مسئلو په حل كولو كښې تندي رامخې ته شوې ۔ كه د بېنكنګ صارفينو مسئلې وي يا ملكي مسئلې ٬ د دې فوري حل سره به د خلقو شكايتونه لرې كړې شي۔ ده ووئيل كه مونږ اېګری کلچر انشورنس ته پام ګرځولے وے نو نن به مو د اوسني سېلاب د لاسه د كروندو ګرو د زيان ازاله كولې شوه۔ ده ووئيل د هېواد په ټولو برخو كښې به د انشورنس رجحان زياتول وي۔ ده ووئيل په سكھر كښې د وفاقي محتسب يو شمېر ادارې موجود دي خو په اولسي كچه دې څخه څوك خبر نه دي ٬ په دې ادارو كښې كار كوؤنكي افسران دې خپل كار او كاركردګي د ميډيا د لارې اولس ته وړاندې كړي۔ دې څخه وړاندې صدر مملكت د نهې په ورځ په يوه ورځنۍ دوره سكھر ته ورسېد۔ د سكھر هوائي مېدان څخه صدر ائي بي اے پوهنتون ته لاړو چرته چې ده د وفاقی انشورنس محتسب ریجنل آفس سکھر پرانسته وكړه۔ په دې مهال وفاقی انشورنس محتسب ډاکټر محمد خاور جمیل صدر مملكت ته هركلے اووې۔