پاکستان په دې سخت وخت كشې افغانانو سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوي،پاکستان به د بحالۍ په هڅو كښې هر ممكن مرسته كوي ۔ د خارجه دفتر وياند

image

اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) د پاکستان حکومت او اولس تيره ورځ د افغانستان په لويديزو سيمو كښې د راغلې زلزلې په نتيجه كښې په شوي زيان د غم دړد څرګندونه كړې۔د خارجه دفتر وياندي د اړخه د اتوار په ورځ جاري شوې اعلامیه كښې وئيلي چې مونږ د ځپليو سره د يووالي څرګندونه كوو او د ژوبل كسانو زر روغتيا له لاس په دعا يو۔دې ووئيل پاکستان په دې سخت وخت كښې د افغانستان وروڼو خوياندو سره د يووالي څرګندونه كولو سره هغوي سره ولاړ دې۔مونږ د افغان چارواكو سره رابطه كښې يو دغسې چې د زلزله ځپليو د ضرورياتو په سمدستي توګه د وړاندې څخه اندازہ ولګولې شي۔وياندي ووئيل پاکستان به د بحالۍ په هڅو كښې هر ممکن مرسته كوي۔

مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں