د پاكستان لرننګ كنفرنس مقصد كوچنيان د نړيوالو طريقو له مخې اختيار مند جوړولو لپاره بنياد وركول دي۔ وزيراعظم شهباز شريف

image

اسلام آباد 21 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چې ابتدائي تعليم د شخصيت په تعمير او د كوچنيانو كيريئر لپاره اهم دے٬ پاكستان لرننګ كنفرنس به د بهترين نړيوالو طريقو له مخې كوچنيان په بااختياره جوړول كښې مرستياله ثابت شي۔ د شورو په ورځ خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل كوچنيان د خپل تعليمي سفر په ابتدائي پړاٶ كښې د سماجي طرز عمل بنيادي اصول او اقدار خپلوي٬ د پاكستان لرننګ كنفرنس كال 2023 د تابيا په اعلان كولو خوشحالي محسوسوم چې مقصد كوچنيان د نړيوالو طريقو له مخې اختيار مند جوړولو لپاره بنياد وركول دي۔ وزيراعظم ووئيل زه په كنفرنس كښې د ګډون كوونكو او بېل پس منظر سره تعلق لرونكو سكالرانو او پاليسي سازو د مختلف نقطه نظر اورېدو ډېر خواهش مند وم خو په پېرس كښې په نړيوال مالياتي كنفرنس كښې د پاكستان د نمائندګۍ كولو په سبب به داسې ونه كړې شم خو زه كنفرنس لپاره د نېك خواهشاتو څرګندونه كوم او كوچنيانو لپاره د يو بهتر او خوشګوار سباٶن جوړولو لپاره د دې سفارشاتو ته سترګې په لار يم

مضمون کا ماخذ : apostas quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں