اسلام آباد 21 جون (اے پي پي) د قانون او انصاف وزارت د جسټس قاضي فائز عيسيٰ د چيف جسټس آف پاکستان د تعيناتۍ اعلاميه جاري كړې٬ د تعيناتۍ اطلاق به د 17 ستمبر كال 2023 د جسټس عمر عطا بنديال په ريټائرمنټ كېږي۔ د شورو په ورځ د قانون او انصاف وزارت لخوا د جاري اعلاميې له مخې صدر مملكت د چيف جسټس تعيناتي د آئين د آرټيکل 175 اے 3 له مخې كړې ده۔ نوې تعينات كېدونكې چيف جسټس جسټس قاضي فائز عيسيٰ به په 17 ستمبر كال 2023 د خپلې چوكۍ سوګند پورته كوي