اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) پاکستان د لوي اختر په موقع په سويډن كښې د جومات نه بهر قرآن پاك ته سرعام د اور لګولو د ناوره او مكروه فعل په سختو ټكو غندنه كړې ده۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياندې لخوا په جاري بيان كښې وئيلي شوې دي چې د آزادۍ د اظهار او احتجاج په لمنه كښې د امتيازي سلوك، كركې او تشدد لپاره قصداً دا ډول د لمسے اقدام جائز نشي ګرځولے كېدې٬ بيان له مخې د نړيوالو قانون له مخې د رياستونو فرض دي چې ھغوي د مذهبي منافرت په هر ډول وكالت بنديز ولګوي كوم چې د تشدد زياتولو سبب جوړېږي، په لويديز كښې په تېرو څو مياشتو كښې دا ډول د اسلامو فوبك پېښې رامخې ته كېدل د دې په قانوني فرېم ورك سنګين سوالونه پورته كوي كوم چې په كركه د آډانه كاروائيو اجازه وركوي۔ په بيان كښې د دې خبرې پخلے شوې چې د آزادۍ د اظهار او د رائيو حق نفرت ته د هوا وركولو او د مذهبي همغږۍ د سبوتاژ كولو لائسنس نه وركوي۔ خارجه دفتر خپل بيان كښې زياته كړه چې په پېښه د پاكستان تحفظات سويډن ته رسوٶ مونږ يو ځل بيا زور رواړٶ چې په نړيوالې ورورولۍ او قامي حكومتونو دواړو لازم دي چې ھغوي د زينو فوبيا، اسلامو فوبيا او مسلم دشمنۍ د زياتو شويو پېښو لاره نيولو لپاره د باور وړ او كوټلې اقدامات وكړي