د دوحه لوظ نامې له مخې دې د افغانستان خاوره د كوم بل هېواد په ضد كارېدو څخه وساتلې شي٬د قاچاق مخ نيوي لپاره بېړني اقدامات باوري كړې شوي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير سرفراز بګټي

image

اسلام آباد 11 اكتوبر (اے پي پي)د كورنيو چارو لنډ مهاله وفاقي وزير سرفراز بګټي وئېلې دي افغانستان دې د دوحه لوظ نامې له مخې د افغانستان خاوره د كوم بل هېواد په ضد كارېدو څخه اوساتي ٬د ډالر٬پیټرول او نورو څيزونو قاچاق مخ نيوي لپاره بېړني اقدامات باوري كړې شوي٬د تېر وخت حكومتونو له هم داسې كول پكار وو٬د نه كولو سبب مونږ معلومول نه غواړو٬لنډ مهاله حكومت لږې مودې لپاره راغلے دے٬تر آخري ورځې به په نيك نيتۍ سره كار كوم۔هغه د نهې په ورځ د كورنيو چارو سېنېټ قائمه كمېټۍ په غونډه كښې د خيالاتو څرګندونه كوله۔ده ووئيل د بدقسمتۍ څخه د پېټروليم مصنوعات قاچاق تاثر وركړے شوے چې د بلوچستان خلقو سره كولو لپاره بل كوم كار نشته ځكه دا كوي٬دا تاثر غلط ؤ ٬د بلوچستان خلق هم دومره مينه لرونكې دي څومره چې نور ټول دي۔ ده ووئېل لنډ مهاله حكومت د قاچاق مخ نيوي لپاره كوټلي اقدامات كړي چې د كومو ميوې په نظر راځي٬په هېواد كښې د ډالر بيعه كمه او د روپۍ قدر ښه كېږي۔ده ووئيل ټول به په دې حيران شي چې د ډالر قاچاق د اسلام آباد بليو ايريا څخه كېدو٬د افغان ټرانزټ ټريډ په لړ كښې ډالر بهر تلل٬د لنډ مهاله حكومت اقدامات څخه وړاندې د 4 نه 6 بلين ډالر افغان ټرېډ كېدلو كوم چې د اقدامات نه پس تر 2 بلين ډالر راغلے ٬ ده ووئېل افغان ټرانزټ ټريډ يواځې د قاچاق ذريعه جوړه شوې وه۔ده ووئيل افغانستان چې په دوحه كښې نړۍ سره كومه لوظ كړے ؤ چې خپله خاوره به د كوم بل هېواد په ضد كارولو له ورنه كړو٬په دې د دې د اعلان له مخې عمل وكړي۔د لنډ مهاله وزيراعظم په هدايات په قاچاق كښې د ككړو افسرانو او ملازمانو انكوائري كېږي٬په ثابت كېدو به سخته كاروائي عمل كښې راوستلې شي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں