لوئي ترقياتي اهداف سر كولو لپاره د نړيوالې وړورولۍ د اړخه كوټلو ګامونو اغستو ته ضرورت دے، د خزانې وزيرې ډاکټر شمشاد اختر جنيوا کانفرس ته ورچوئل خطاب

image

اسلام آباد۔2نومبر (اے پي پي) د خزانې نګران وفاقي وزيرې ډاکټرشمشاد اختر د ملګرو ملتونو لوئي ترقياتي اهداف سر كولو لپاره د نړيالې ورورولۍ د اړخه د كوټلو ګامونو په ضرورت زور راوړے دے۔ دې دا خبره د يو اين سي ټي اے ډي د سوري لاندې جنيوا کانفرنس ته ورچوئل خطاب كښې وكړه ۔ د کانفرنس موضوع ”ډويلپمنټ فنانس فار 2030ايجنډا:په ماحولياتې توګه محفوظه صنعت کاري“ وه ۔خپل خاص خطاب كښې نګران وزيرې ووئېل د لويو ترقياتي اهدافو سره كولو لپاره پاکستان يوه په زړه پورې منصوبه جوړه كړې د كومې تر مخه چې ماحول ته د زيان رسوونكو ګيسونو اخراج كښې نيم په نيمه کمے كول دي ۔دې ووئېل په ماحولياتي لحاظ د مناسبې صنعت کارۍ لپاره د سټيټ بينک او سيکورټيز اينډ ايکسچينج کميشن آف پاکستان د لارښونې اصول هم جاري کړې دي ۔ دغسې دې د پرمختګ كوونكو هېوادونو د قرضونو په اړه د ستونزو په خاتمه او د لويو ترقياتي اهدافو سر كولو لپاره د كوټلو نړيوالو هلو ځلو په ضرورت هم زور راوړو۔

مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں