د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز په ګاډي د ډزو د پېښې غندنه وكړه

image

اسلام آباد 19دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز په ګاډي د ډزو د پېښې غندنه وكړه. د اتوار په ورځ په ټويټر په خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل چې اطلاعات دي چې د وفاقي وزير په ګاډي ډزې شوې دي ، د الله شكر دے چې هغه په بريد كښې محفوظ دے خو له بده مرغه ډرائيور سخت ژوبل دے او روغتون ته رسول شوے، ده ووئيل چې د بريد سخته غندنه كوو.

مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں