بلاول بايد نن غوښتنه کړې وه چې په کرپشن كښې ككړ ، جعلي اکاونټس لرونكي او لوټما د عبرت نشانونه جوړ كړے شي٬ فرخ حبيب

image

اسلام آباد۔27 دسمبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي بلاول بايد نن غوښتنه کړې وه چې په کرپشن كښې ككړ ، جعلي اکاونټس لروونكي او لوټمار د عبرت نشانونه جوړ كړے شي٬ دا خبره دې ټول ياده ولري چې زمونږ وسله وال پوځ او امنيتي ځواكونه د دې خاورې له ترھګرۍ څخه د پاكولو عزم لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د بلاول زرداري په خطاب خپل غبرګون كښې وكړه۔ هغه ووئېل نن زمونږ هېواد پاكستان ستونزو سره مخ ځكه دے چې په تېر وخت كښې زرداري او شريفې كورنۍ د هېواد خزانه په بې دردۍ سره لوټ كړې۔ فرخ حبيب ووئيل بلاول بھټو د سندھ اولس ګران فروشو او ټېنكر مافيا ته ولې سپارلي؟ هغه ووئيل د سندھ اولس د كرپټ واكمنو نه خلاصون غواړي۔ هغه ووئيل په سندھ كښې تر ټولو زياته ګراني ده ، نن هم د اوړو 20 كلو تروړه 15 سوه نه زياته ګرانه خرڅېږي۔ فرخ حبیب ووئيل د كال 2023 په ټاكنو كښی به پيپلز پارټي د سندھ نه هم ختمه شي۔ هغه ووئيل بلاول صاحب دې خپل اېن آر او ځپلے پلار زرداري هم پوهه كړي چې هغه د اېن آر او اخستو هڅې بندې كړي۔ وزیر مملکت ووئيل بلاول بھټو دې اووائي چې هغه په تېرو 13 كلونو كښې د سندھ اولس لپاره كوم لويې كار كړے وي

مضمون کا ماخذ : نتیجہ میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں