اسلام آباد 24 دسمبر(اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر او ډپټي سپيكر قاسم خان سوري د كرسمس د خوشحالۍ په موقع په هېواد كښې مېشته مسيحي وروڼو او مسيحي ورورولۍ سره تعلق لرونكو پارليماني غړو ته مباركي وركولو سره وئېلي دي د پاكستان آئين په هېواد كښې مېشته اقليتي ورورولۍ ته يو ډول حقونه وركوي او د دوي د حقونو د تحفظ ضمانت وركوي۔په دې موقع سپيكر ووئيل لوي څښتن حضرت عيسٰی عليه السلام د محبت٬ورورولۍ او د امن تبليغ لپاره پیدا كړے ۔ده ووئيل مسلمانان حضرت عيسٰی عليه السلام د لوي څښتن برګزيده او رېښتونے پېغمبر مني او د هغه د پیدائش ورځ د مسلمانانو لپاره هم خوشحالي ده۔سپيكر ووئيل موجوده حكومت د پاكستان آئين او د قائداعظم محمد علي جناح د لارښودنې اصولو له مخې ټولو اقليتونو ته د يو ډول حقونو وركولو عزم لري۔په دې موقع ډپټي سپيكر قاسم خان سوري ووئيل حضرت عيسٰی عليه السلام محبت٬ورورولۍ او د امن په پېغام ټول متفق دي او مسلمانان هغه د لوي څښتن رېښتونے نبي مني۔ دغسې ده د هېواد تعمير او پرمختګ كښې د مسيحي ورورولۍ كردار وستائېلو ۔ده هېواد په رامخې ته شوو چېلنجونو قابو موندلو لپاره په هېواد كښې د مېشته ټولو مذهبونو منونكو كښې شريكې مرستې ته د ودې وركولو په ضرورت زورر راوړو۔ دغسې ډپټي سپيكر د كرسمس خوشحالۍ په موقع مسيحي ورورولۍ سره تعلق لرونكو پارليماني غړو او په هېواد كې مېشته مسيحي ورورولۍ له مباركي وركړه۔