پارلمان د هېواد تر ټولو لويه دانش ګاه ده٬ په سمر انټرن شپ پروګرام كښې به زده كوٶنكو ته د قانون سازۍ د طريقه كار زده كولو موقع ترلاسه شي۔ سپيکر راجه پروېز اشرف

image

اسلام آباد 21 جون (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف وئيلي دي چې پارلمان د هېواد تر ټولو لويه دانش ګاه ده٬ په سمر انټرن شپ پروګرام كښې به زده كوٶنكو ته د قانون سازۍ د طريقه كار زده كولو موقع ترلاسه شي، د پارلمان عزت او تکريم په مونږ ټولو فرض دے او د پارلمان تقدس په ځائ ساتل زمونږ د ټولو مشتركه ذمه واري ده، جمهوري نظام بهترين طرز حکمراني ده چې پكښې هر اولسي نمائنده ته د حلقے د لكهونو ووټرانو ملاتړ ترلاسه وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ پارلمان كښې د سمر انټرن شپ پروګرام انټرنز ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده د پارلمان او ځوانانو ترمېنځه د خليج خاتمې په ضرورت زور رواړلو سره ووئيل پارلمان داسې ځائ دے چرته چې سياسي لارښود د رائيو اتفاق سره د قام تقدير بدلولو لپاره شپه ورځ كار كوي۔ ده ووئيل شهيد بېنظير بھټو د جمهوريت بحالي لپاره خپل ځان قربان كړې او تر آخري وخت ئې د امريت په ضد هڅې كړې۔ په دې موقع د قامي اسمبلۍ سېكتر د سمر انټرن شپ پروګرام انټرنز ته په ايوان كښې هركلے ووئيلو۔ د انټرن شپ پروګرام پېل نه پس سپيكر راجه پروېز اشرف د ويمن پارليمنټري کاکس سېكترې شاهده رحماني، د اېس ډي جيز ټاسك فورس کنوينئر رومينه خورشيد عالم انټرنز ځوانانو سره د شهيد بېنظير بهټو د 70مې سالګري كېك پرې كړو او د شهيدې لوړو درجو لپاره ئې فاتحه خواني وكړه

مضمون کا ماخذ : estratégias para loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں