اسلام آباد 22 جون (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار وئېلي دي چې په سېلاب ځپليو سيمو كښې د به تعميرنو او بحالۍ پروژو لپاره تر 15 جولائي ترتيب وركولې شي٬مشاورت ترسره شوې چې 16 ارب ډالر په پروژو كښې نيم به وفاقي حكومت او نيم به د صوبې فنانس كوي٬نوې مالي كال په وفاقي بجټ كښې د سېلاب ځپليو سيمو سمدستي پام لرونكو پروژو لپاره فنډز بېل كړی دې۔د زيارت په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونه كولو سره وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار وئېلي دي چې د سېلاب ځپليو سيمو پروژو په اړه تېره جمعه او ګل په ورځ زمونږ خبرې اترې شوي۔د خزانې وزير ووئيل چې د سېلاب نه پس د مرستې او بحالۍ لپاره د 100 ارب روپو سمدستي ضرورت وو چې پكښې 80 ارب روپۍ هغه وخت جاري كړي٬په بېړني بنيادونو د اېن ډي اېم اے د سټور څخه سامان اخستلې شوې٬تېرو ورځو كښې اي سي سي اېن ډي اېم اے ته د خپل سټاك بشپړ كولو لپاره د 12 ارب روپو جاري كولو منظوري وركړې۔د خزانې وزير ووئيل چې تېر كال د راغلې سېلاب نه پس نړيوال بانك٬آسيائي پرمختيائي بانك٬اروپائي ائتلاف٬يو اېن ډي پي او د منصوبه بندۍ وزارت پشمول يوه باډي جوړه كړې شوې چا چې يو جامع او مفصل رپورټ تيار كړی٬په دې كښې د سېلاب څخه اقتصادي او طبعي زيان اندازه 30ارب روپۍ نزدې لګولې شوې۔دې باډۍ د تعميرنو او بحالۍ لپاره د فور آر اېف اصولو له مخې د 16.3 اربه ډالره اندازه لګولې شوې٬دا اندازه د داسې پروژو وه چې په څلورو پنځو كلونو كښې بشپړېدونكې دي۔په دې كښې 11 ارب ډالر ته نزدې پروژه په سنده كښې ده او پاتې د بلوچستان او سوئېلي پنجاب په اړه دي۔د خزانې وزير ووئيل چې مونږ چې كوم مشاورت كړی دې د دې له مخې 16.3 ارب ډالر لرونكو پروژو ماسټر پلان به تر 15 جولائي بشپړ شي۔د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل په مرسته په جنيوا كنفرنس كښې د پاكستان لپاره 8 ارب ډالر نزدې وعده شوې وه خو څوك به د ساډونركس پروژې لپاره مرسته وركوي په دې پريكړه كول پاتې دي٬زمونږ په مشاورت سره دا ترسره شوې چې 16 ارب ډالر په پروژو كښې نيم وفاقي حكومت او نيمې صوبې فنانس كوي٬دا يوه دانشمندانه طريقه كار دې