شهباز شريف چې كومې جذبې سره كار كوي داسې مې بل څوك نه دے ليدلې٬ پيپلز ګوند به په دفاعي تنصيباتو او د شهيدانو په يادګارونو د بريد كوؤنكو دفاع نه كوي٬ بلاول بھټو زرداري

image

اسلام آباد۔23جون (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري سېلاب ځپلو لپاره په بجټ کښې د ودانيو او پرمختيائي پروژو لپاره د فنډونو په مختص کولو د وزيراعظم شهباز شريف او د خزانې وزير اسحاق ډار مننه كولو سره وئيلي دي چې زه ګواهي ورکوم چې وزيراعظم شهباز شريف كومې جذبې سره كار كوي داسې مې بل څوك ليدلي نه دي كوم چې په جمهوريت٬ آئين ٬ پارليمنټ او بشري حقونو باور نه لرلو٬ د مئي د نهمې نېټې له بریدونو وروسته اوس همدغه د اصولو له مخې د احتساب په ځايې د مفاهمت خبره كوي۔ پيپلز ګوند به هېڅکله هم په دفاعي تاسیساتو، د شهيدانو په يادګارونو او حساسو ځايونو د بريد كوؤنكو دفاع لپاره نه رامخې ته كېږي٬ په هېواد کښې سیاسي ثبات راوستلو له په ميثاق جمهوريت پاتې كېدو سره راتلونكي حكومت او اپوزيشن له به آئيني كردار ترسره كول وي٬ په دې صورت كښې مونږ نړۍ كښې نړيوالو همكارانو سره په ګډه د ترهګرۍ مقابله كولې شوو۔ د جمعې په ورځ قومي اسمبلۍ ته خپل خطاب كښې خارجه وزير د سېلاب ځپليو منصوبو حوالې سره د وزيراعظم شهباز شريف او د خزانې وزير اسحاق ډار مننه كولو سره ووئيل وزيراعظم چې كوم لوظونه كړي وو هغه يو په يو ترسره كېږي۔ ده ووئيل د مشرانو احترام زمونږ كلتور دے٬ ماته زما مور ټول عمري د مشرانو د احترام تلقين كړې۔ د خزانې وزير اسحاق ډار زما تره دے٬ ميثاق جمهوريت لپاره د ده كردار ډېر مهم دے۔ ده په كال 2006 كښې محترمې بېنظير بھټو سره وړومبے ملاقات كړے وو۔ زه ده سره د ماشوموالي څخه تعلق لرم۔ شهباز شریف يوازې د مسلم ليګ (ن) وزيراعظم نه دے هغه زيات د پيپلز ګوند وزيراعظم دے۔ ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په څير مې بل څوك دومره جذبې سره په كار كوؤنكے ليدلے نه دے۔ دے هېواد مسئلو څخه ويستلو له شپه او ورځ كار كوي٬ مونږ له به د ده لاس مضبوطول وي۔ ده ووئيل سېلاب ځپليو لپاره په بجټ كښې رقم بېل كړے شوے دے٬ وزیراعظم د ټولو سېلابو ځپليو سيمو دوره وكړه٬ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د پاكستان دوره وركړه او دغه سيمو ته لاړو۔ مونږ د ملګرو ملتونو سېكتر سره په ګډه د ګردې نړۍ پام د سېلاب ځپليو تباه كارو پلو وګرځولو۔ مونږ د نړۍ لويو هېوادونو او ملګرو ملتونو سره په ګډه په جېنوا كښې كنفرنس وكړو په كوم كښې چې د نړيوالو مالياتي ادارو او بېلو هېوادونو لخوا د 9 اربه ډالرو فنډز اعلانونه وكړې شول۔ ده ووئيل د موسمياتي بدلونونو دلاسه ګرد هېواد ځپلے شوے دے٬ مونږ هر ډول انفراسټرکچر كښې بدلون راوستلو له زياتو وسائلو ته اړتيا لرؤ٬ ملګرو ملتونو او كوپ 29 له به هم د موسمیاتی بدلونونو حوالې سره خپله سنجيدګي ښودل وي۔ مونږ له به د سباؤن په منصوبه بندۍ كښې ګرین انرجی، ګرین اېګریکلچر ته پام كولو سره سره د موسمياتي بدلونونو مخ نيوي ته هم پام ګرځول وي۔ ده ووئيل مونږ له به اولس سره د ريښتيا وئيلو عادت خپلول وي۔ ده ووئيل پخواني وزيراعظم د 100 فیصده دروغ وئيلو عادت جاري وساتلو دغسې چې اولس د ده 50 فيصده دروغ تسليم كړي۔ ده ووئيل د دروغو سياست څخه مونږ له نجات ترلاسه كول وي۔ ده ووئيل په 25 مئی اسلام آباد ته اور ولګولې شو ٬ دا هم د آئي اېم اېف پروګرام په ضد سازش وو۔ د دغه وخت د خزانې وفاقي وزير او د كے پي كے د خزانې صوبائي وزير په سازش كښې شريك وو۔ ده ووئيل كه د 9 مئي په څير پېښې په امريكا كښې شوې وې نو د جمهوريت په نامه به دې كښې ككړ كسان پرېښودلې شوې وو؟ ده ووئيل دا سياست نه بلكې ترهګري وه۔ اوس دوئي د 9 مئي په پېښو د احتساب په ځايې د مفاهمت خبرې كوي۔ ده ووئيل زمونږ په زړه كښې به دوئي لپاره هېڅ نرمي پېدا نه شي۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل چې كه څوك په دفاعی تنصیباتو، د شهيدانو په يادګارو او حساس ځايونو بريد كوي پيپلز ګوند به د هغوي دفاع نه كوي۔ ده ووئيل د پي ټي آئي چيئرمېن خپل ګوند ستونزو سره مخ كړے دے ٬ هسې نه ټول جمهوري نظام ستونزو سره مخ كړې شي۔ ده ووئيل میثاق جمهوریت د سياسي استحكام راوستلو تګلاره ده٬ مونږ له به د هېواد معيشت له هم يوه تګلاره خپلول وي۔ ده ووئيل سياسي استحكام له به راروان حكومت او اپوزيشن له ذمه واره كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل د نظرياتي اختلافاتو باوجود به د 2006 په ميثاق جمهوريت په هر صورت كښې عمل كول وي۔ ده ووئيل د هند او امريكا يو مشتركه بيان راغلې دې٬ خارجه دفتر به ددې جاج اخلي۔ ده ووئيل هېواد كښې به تر ټولو وړاندې سياسي استحكام راوستل وي٬ دې څخه وروستو به د امريكا په شمول نورو هېوادونو سره د دوه اړخيزه اړيكو او همكارۍ حوالې سره چارې مخ په وړاندې بوتلل وي۔ ده ووئيل پاكستان په نړۍ كښې د ترهګرۍ دلاسه تر ټولو زيات ځپلې شوې هېواد دے۔ ده ووئيل مونږ غواړو چې هېواد كښې امن په ځايې كولو له كار وكړؤ٬ امريكا افغانستان څخه تلې ده٬ اوس ددې په وړاندې د يوكرائن جنګ دے۔ امريكا او اروپائي هېوادونو ترهګرۍ پلو پام نه دے ګرځولے۔ ده ووئيل د ترھګرۍ مقابله به مونږ هله كولې شؤ كله چې مونږ دا نړيوالو همكارانو سره په ګډه وكړو۔

مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں