بدترین سېلاب له امله ځپلې شوي كسانو بحالۍ لپاره د اقدامات سلسله روانه ده، حكومت د كلی معیشت استحكام لپاره ګامونه پورته كوي ۔ د خزاني وزیر اسحاق ډار اېشین انفراسټركچر اینډ انویسټمنټ بینك صدر سره ورچوئل میټنګ

image

اسلام آباد 15 اپریل (اے پي پي) د خزاني وفاقی وزیر سېنېټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي چې تير كال راغلي بدترین سېلاب له امله ځپلې شوي كسانو بحالۍ لپاره د اقدامات سلسله روانه ده، حكومت د كلی معیشت استحكام لپاره ګامونه پورته كوي۔ده دا خبره د خالي په ورځ د آئی اېم اېف او نړيوال بینك كلني غونډي په موقع اېشین انفراسټركچر اینډ انویسټمنټ بینك صدر جن لی كون سره ورچوئل میټنك كښې كړې ده۔ د خزاني لپاره وزیر مملكت ډاكټر عائشه غوث پاشا، د وزیراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، خاص مرستيال طارق محمود پاشا او د خزاني اسپیشل سیكریټری اسلام آباد څخه په غونډه كښې ورچوئل ګډون وكړو دغسې امریكا كښې د پاكستان سفیر مسعود احمد خان، كورنر اسټیټ بینك جمیل احمد، سیكریټری خزانه او سیكریټری اقتصادی چارو ډویژن واشنكټن كښې په ذاتی توګه په غونډه كښې ګډون كړي۔د خزاني وزير د اېشین انفراسټركچر اینډ انویسټمنټ بینك صدر د هېواد موجوده معاشی منظرنامے او كوټلي اقتصادی پرمختګ لپاره د حكومت د معاشی پالیسو او اصلاحات څخه خبر كړو۔د خزاني وزیر پاكستان كښې د سېلاب له امله ځپلې شوي سيمو بحالۍ او تعمیر نو هڅو كښې په مرسته كولو د صدر مننه وكړه۔د اېشین انفراسټركچر اینډ انویسټمنټ بینك صدر د پاكستان او اېشین انفراسټركچر اینډ انویسټمنټ بینك ترمينځه په اړيكو د اطمینان څرګندونه وكړه ۔ ده سماجی پرمختګ لپاره د موجوده حكومت معاشی پالیسۍ او اصلاحات وستائل۔د خزاني وزير د هېواد كوټلي اقتصادی پرمختګ لپاره د پاكستان په پرله پسي حمایت د صدر مننه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : تھنڈرسٹرک II
متعلقہ مضامین
مزید خبریں