اسلام آباد 19دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د ملائيشيا خارجه وزير داتو سري سېف الدين عبدالله ملاقات كړې۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جارې شوې بيان له مخې وزيراعظم عمران خان د اسلامي مرستې تنظيم خارجه وزيرانو كونسل غير معمولي غونډه كښې په ګډون ملائيشيا مننه كولو سره د اسلامي تعاون تنظيم كښې د دې مؤثره كردار او افغانستان كښې په بشري بنيادونو مرستې او امن راوستلو لپره هڅې وستائلې۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل پاكستان او ملائيشيا خپلو كښې په سيمه ايزه او نړيواله كچه مرستې او شريك احترام اډانه قوي تاريخي اړيكې لري، پاكستان معاشي مرستې زياتولو ، سيلګرۍ ، دفاع او په اولسې كچه رابطو په تناظر كښې مرستې لا مستحكمولو د لارې دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو له لوظي دې۔ ملائيشيا خارجه وزير داتو سري سېف الدين عبدالله افغانستان په اړه د اسلامي مرستې تنظيم غير معمولي غوندې په رابللو د افغانانو له د بشري بحران څخه بچ كولو لپاره په وخت اقدام ګرځولو سره وستائلو۔ ده افغانستان كښې امن او استحكام ودې لپاره د پاكستان تعميري كردار وستائلو۔ده په تود هركلې كولو او كوربتوب كولو د وزيراعظم عمران خان او پاكستاني اولس مننه وكړه